د لاس رسي وړ اتصالات

 ازادۍ راډیو د 'باجرأته خبریالۍ' لپاره د برک جایزه وگټله


د ازادي رادیو مدیر د برک جایزې د تر لاسه کولو پر وخت

د ازادۍ راډیو د ازادو، باجراته ،متوازن او د باوري خپرونو لپاره د برک جایزه گټلې ده. دغه جایزه هر کال د امریکا د نړیوالو رسنیو لپاره د ادارې (USAGM) لخوا د مختلفو شبکو خبریالانو ته ورکول کیږي.

د برک جایزه ازادۍ راډیو ته په افغانستان کې خپلو مینه والو ته د راپیښو ګواښونو باوجود د په پرله پسې توگه د باوري، متوازن او بیطرفه خبرونو په رسولو ورکړل شوه.

د جایزې ورکولو د مراسمو پر مهال د یو ایس ای جي ایم میتیو واش د هغه کسانو یادونه وکړه چې د خبریالۍ پرمهال یې خپل ژوند بایللی دی.

د ازادۍ راډیو مدیر قادر حبیب چې دغه جایزه یې ترلاسه کړه، امریکاغږ اشنا راډیو ته وویل چې افغان خبریالان د ډیرو مشکلاتو سره سره خپلو اوریدونکو ته متوازن خبرونه رسوي.

هغه وویل: "دغه جایزه لدی کبله ازادۍ راډیو ته ورکول شویده چې زمونږ خبریالان د ډیرو سختو شرایطو باوجود خپلو اورېدونکو ته دقیق او بیطرفه خبرونه رسوي. همدغه راز مونږ د متوازنو بحثونو زمینه برابروو".

ښاغلي قادر حبیب د خپلو هغو دریو همکارانو یادونه وکړه چې د اپریل په میاشت کې په یو ترهگریز برید کې ووژل شول.

هغه زیاته کړه ددغې غمجنې پیښې سره سره "مو حتی په هماغه ورځ مونږ خپلو خپرونو ته دوام ورکړ."

پدې مراسمو کې د امریکاغږ رئیسې امانډا بینیټ او نورو گډون کونکو وژل شوو خبریالانو ته درناوې څرگند کړ او د خبریالانو جرات او ژمنتیا یې وستایله.

XS
SM
MD
LG