د لاس رسي وړ اتصالات

د ازادۍ راډیو خبریاله ازاده شوه


خدیجه اسماعیلوف په ۲۰۱۴ کال د مالیې نه ورکولو او درغلیو د تورونو له کبله ونیول شوه
خدیجه اسماعیلوف په ۲۰۱۴ کال د مالیې نه ورکولو او درغلیو د تورونو له کبله ونیول شوه

د اذربایجان سترې محکمې د آزادې اروپا/ازادۍ راډیو د خبریالې خدیجه اسماعیلوف د پرېښودلو امر کړی دی. محکمې تر دې مخکې د هغې اووه نیم کاله بند درې نیمو ته راکم کړی وو.

سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ د خدیجې د قضیې له بیا اورېدو او ارزولو وروسته دا پرېکړه وکړه.

مېرمن اسماعیلوف د ۲۰۱۴ کال د ډسمبر په میاشت کې ونیول شوه او ۲۰۱۵ کال په سپتمبر کې محکومه شوه، پر هغې د ماليې د نه ورکولو او درغلیو تورونه لګېدلي وو، خو هغې او مدافع وکیل یې دا تورونه نه منل.

د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالو سازمانونو او د ښځو او بشري حقونو بېلابېلو ډلو د اذربایجان له حکومت نه د هغې د ازادلو غوښتنې کړې وې.

خدیجې اسماعیلوف یو تحقیقاتي راپور جوړ کړی و، چې په فساد کې د اذربایجان د ولسمشر، الهام علیوف، د کورنۍ لاس لرل یې په ډاګه کول. دې راپور جایزه هم ګټلې وه. ډېر په دې باور وو، چې اسماعیلوف له همدې کبله بندۍ شوې وه.

خدیجه اسماعیلوف داسې مهال خوشي کیږي، چې ټاکل شوې وه یو شمېر نادولتي ټولنې د نړۍ د ۴۰ هېوادونو په بېلابېلو ښارونو کې د غونډو او لاریونونو له لارې، د خدیجې د زېږېدو ورځ ولمانځي، خو هغه تر ۴۰ کلن کېدو دوه ورځې مخکې ازاده او پرېښودل شوه.

XS
SM
MD
LG