د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د دفاع وزارت: بهرنیان مو له مهمو خبرو نه خبروي


د افغانستان د دفاع وزارت: بهرنیان مو له مهمو خبرو نه خبروي
د افغانستان د دفاع وزارت: بهرنیان مو له مهمو خبرو نه خبروي

افغان پو ځي چارواکي وایي نړیواله ټولنه د هیواد پوځي ځواکونو ته د الوتکو او نورو وسلو په اخیستو کې د دوی سره ټول معلومات نه شریکوي او هغه پراختیایی بودجه چې نړیواله ټولنه یې د هیواد د پوځ او امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي په خپله د همدوی له خوا مصرفیږی.

د افغانستان د دفاع وزارت وایي ددې لپاره چې د افغانستان امنیتي ځواکونه ددې جوګه شي چې د ۲۰۱۴ کال نه وروسته د هیواد د امنیتي چارو مسولیت په غاړه واخلي، باید د امنیتي ځواکونو شمیره ۲۴۰ نه نیولې تر ۲۵۰ زرو ته ورسیږي.

د افغانستان د دفاع وزارت: بهرنیان مو له مهمو خبرو نه خبروي
د افغانستان د دفاع وزارت: بهرنیان مو له مهمو خبرو نه خبروي

د وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمی وایي امریکا زموږ د ځواکونو د عادي او پراختیایي بودجې سره مرسته کوي خو دا مرسته په مستقیمه دوی ته نه ورکول کیږي.

افغان امنیتي چارواکي وایي نړیواله ټولنه دوی د هیواد امنیتي ځواکونو ته د الوتکو او وسلو د پيرودلو د جزییاتو نه خبروي. خو په ډیرو عادی خبرو لکه د ودانیو په جوړولو او ساختماني چارو کې هرو مرو له دوی سره پراخی مشورې کیږي.

له بلی خوا افغان چارواکي وایي تر ۲۰۱۴ کال یا افغان امنیتی ځواکونو ته د هیواد د امنیت ساتنې د مسولیت سپارلو تر مهاله باید ددې هیواد د پولیسو اردو او امنیتي ځواکونو شمیر باید د ۲۴۰ نه تر۰ ۲۵زرو تنو ورسیږي خو له دې سره سره دوی وایي ددې ځواکونو په ښه والي او کیفیت باندی هم باید کار وشي.

دا په داسی حال کې ده چې نړیوالې ټولنې افغان چارواکو ته د ۳۷۰۰۰ نورو پو ځیانو د زیاتیدو وړاندیز هم کړای دی.

د عظیمي په وینا دا مهال د افغان ځواکونو شمیر ۱۵۲ زرو تنو ته رسیږي خو د روان میلادي کال تر پایه پورې باید دا شمیره ۱۷۱۶۰۰ تنو پورې ورسیږي.

XS
SM
MD
LG