د لاس رسي وړ اتصالات

عظیمي: افغان قواوې قدرت اخیستلو ته چمتو دي


جلال آباد ښار ته نږدې د ملي اردو عسکر د سپکو وسلو د ډزو وروسته هغه خوا ته ور روان دي.
جلال آباد ښار ته نږدې د ملي اردو عسکر د سپکو وسلو د ډزو وروسته هغه خوا ته ور روان دي.

د افغانستان د دفاع وزارت وایی بهرنیانو نه د هیواد امنیتی مسولیت اخیستو ته پوره تیاری لري خو نړیواله ټولنه باید د افغان ځواکونو د زده کړو او روزنې په بهیر کې کړې ژمنې عملي کړي.

د ملی دفاع وزارت وایی بهرنی ځواکونه به په داسی حال کی د افغانستان نه ووځی چی ددی هیواد پوځونه د لوړو ظر فیتونو خاوندان وي او د امنیت ساتنې ته پوره تیاری ولري چې د عظیمی په وینا اوس مهال افغان ځواکونه دې لوړو ظرفیتونو ته رسیدلي دي.

داسې نظر هم شته چې افغان ځواکونه نه د وسلو او تجهیزاتو له نظره او نه هم د شمیر له نظره ددې جوګه دي چی د هیواد نه خپلواکه ساتنه وکړي خو افغان چارواکي وایي که د پوځ او خلکو تر منځ د اعتماد فضا وي او د هیواد ټول قومونه سره ملي وحدت وپالي، اردو مسلکي وي او د چارو د ورسپارلو وړتیا ولري نو وبه کړای شي چې د هیواد نه خپلواکه ساتنه وکړي.

د افغان چارواکو دا څرګندونې کله نا کله د هغو خبرو سره په ضدیت کې وي چې ویل کیږي د افغان پوخونو نه سرتیری په فردي یا ډله ییزه توګه تښتیدلي او مخالفو ځواکونو ته اوښتي دي.

خو د ملی دفاع وزارت لاهم ټینګار کوي چی هغوی د پوځ نه تښتیدلي سرتیري نه لري بلکه دا هغه کسان دي چې د رخصتیو پر مهال خپلو کورونو ته تللي او د ځینو ستونزو له امله بیرته اردو سره د یو ځای کیدو جوګه شوي ندي.

عظیمی وایي که چیرې داسې وای نو نږدی ۷۰ په سلو کې سرتیرو او افسرانو به د پوځ سره خپل قرار دادونه نوي کړي نه وای او بیا به د خدمت هیله من نه وو.

عظیمی په اردو کې د فساد د شتون هم تاییدوی خو وایي پر ضد به یې سخته مبارزه کوي.

نړیواله ټولنه پوره لس کاله کیږي د افغانستان د پوځ او پولیسو له روزنې سره مرسته کوي خو ځینې انتقاد کوي چې دا مرستې کافي موثریت نلري. د افغان چارواکو په وینا د پوځ د ډیرو ناکامیو جرړې هم همدلته دي. عظیمي وایي که د پیل نه ورسره مرستې شوې وای نو نننی ستونزې به نه وای را منځته شوي.

ځینی وخت دا پو ښتنه هم را منځ ته کیږي چې د هغو وسله والو مخالفینو ځواکونو شمیره څو ده چی افغان پوځ ورسره په جګړه اخته دي؟ عظیمی وایي ددوی له نظره دا شمیر له ۲۵۰۰۰ نه تر ۳۵۰۰۰ پورې رسي خو دا دقیقه شمیره نه ده.

د اردو چارواکو ددې خواکونو د تجهیز او په مدرنو وسلو سمبالولو لپاره د نړیوالو نه نور ۸ ملیارده ډالره غوښتي دي.

XS
SM
MD
LG