د لاس رسي وړ اتصالات

عظیمي: د دفاع د وزیر د وژلو هڅه کیږي


عظیمي: د دفاع د وزیر د وژلو هڅه کیږي
عظیمي: د دفاع د وزیر د وژلو هڅه کیږي

د افغانستان د دفاع وزارت دا منلې چې عسکرو یې وړمه ورځ دغه وزارت ته د یوه حمله کوونکي د ننوتلو په مخنیوي کې بې غوري کړې ده.

د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي وویل، هغه ځانمرګي چې روانه اوونۍ یې په دفاع وزارت کې دننه حمله وکړه، عسکر نه وو بلکې یو وسله وال مخالف وو چې په پټه له امنیتي ځواکونو تېر شوی وو.

طالبانو ادعا کړې وه چې حمله کوونکی د افغانستان د ملي اردو سرتېری وو او له دوی سره یې له تېرو درو کلونو راهیسي تماس درلود.

جنرال عظیمي وویل چې هغه زموږ عسکر نه و. خو دا چې څرنګه دفاع وزارت ته ننوت، په دې اړه تحقیقات روان دي.

XS
SM
MD
LG