د لاس رسي وړ اتصالات

د بدخشان د پېښې د ژغورنې هلې ځلې ودرول شوې


افغان چارواکي وايي چي د بدخشان د ولایت د پېښې د تلفاتو شمیر ۲۵۵ کسانو ته رسېدلی دی خو دسیمې اوسیدونکي بیا وايي چي د وژل شویو کسانو شمیر د دې نه زیات دی.

د افغانستان د طبیعي حوادثو د ملي ادارې مقامات وايي چي د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ د باریک آب ولسوالۍ د ځمکې د ښوېدو په تړاو چي هلې ځلې پیل شوي وې، اوس درېدلي دي.

د افغانستان د طبیعي حوادثو سره د مبارزې د ادارې کارپوه محمد اقبال مراد وايي چي دغه هلې ځلې د بدخشان ولایت د مشرانو د پریکړې پر اساس درول شوي دي ځکه ځیني کورونه تر ۵۰ میترو پوري په خاور کي ښخ دي او د مړو را ایستل ډیر وخت نیسي.

په عین حال کي د ولسمشر د دویم مرستیال کریم خلیلي په مشرۍ یوه حکومتي پلاوي بدخشان ته سفر کړی دی او د ۲۰ میلیونو افغانیوو په ارزښت یې مرستې سیمې ته انتقال کړي دي چي د ارګوی د ولسوالۍ د قربانیانو د کورنیوو سره مرسته وشي.

د تلفاتو دقیق شمیر څومره دی؟

د پېښې د تلفاتو دقیق شمیر اوس هم معلوم نه دی. بیلابیل ارقام په مطبوعاتو کي خپاره شوي دي. ښاغلي مراد د امریکا غږ د خبرو اترو په پروګرام کي وویل چي تر اوسه پوري د ۲۵۵ کسانو مړینه تایید شوې ده او د هغه په وینا که د مړو شمیر لوړ هم شي نو د ۴۵۰ څخه به وا نه وړي.

خو د بدخشان سیمه ایز مقامات او د آب باریک کلي اوسیدونکي بیا ادعا لري چي د ۳۰۰ شاوخوا کورنۍ چي ټولټال ۲۵۰۰ کسانو ته رسېږي تر خاورو لاندي شوي دي. اما ښاغلی مراد وايي چي دا آمار ،، غیر مسولانه دي،،.


د طبیعي حوادثو سره د مبارزې د ادارې څخه ښاغلي مراد وویل چي د فرهنګي ملحوظاتو پر بنسټ چي ښايي د انجوڼو او ښځو مړي په ستر کي د ځمکې د لاندي نه را ونه ایستل شي، د سیمې مشرانو غوښتنه کړې ده چي د مړو د را ایستلو هلې ځلې دي ودرول شي او اغیزمنه سیمه دي د ،، شهداْو د تپې،، په نامه یاده شي.

د یادونې وړ ده چي چارواکي وايي چي د ۷۰۰ شاخواه کورنۍ یې چي د ځمکې د ښوېدو د خطر سره مخ وې، خوندي سیمو ته انتقال کړې دي.

خو دغه کسان چي د خپلو کورونو څخه بې ځای شوي دي، د دولتي او بشري حقوقو د سازمانونو څخه یې د سمدستي مرستو غوښتنه کړې ده. دوي وايي چي که چیري مرسته ورسره ونشي نو د بدخشان فاجعه به نوره هم پسي پراخه شي.

د یکشنبې ورځ په افغانستان کي د ملي ماتم ورځ اعلان شوه

د بدخشان په ولایت کې د ځمکې د ښویدنې د پیښې له امله چي له امله یې په سلګونو تنه خلګ د خاورو لاندي شول او زیات شمیر اوس هم لادرکه دي، سبا به په ټول هېواد کې د یوې ورځې لپاره ملي ماتم وي.

د ملي ماتم په ورځ به د هېواد په دننه او په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان په سیاسي نماینده ګیو کې د افغانستان ملي بیرغ نیم ځوړند وي.

د ولسمشرۍ د ماڼۍ څخه په خپرې شوې بیانیې کي راغلي دي چي ولسمشر کرزی په سیمه کي د حکومتي پلاوي سره په دوامداره توګه په تماس کي دی او پېښه د نږدې څخه څاري.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم د بدخشان د پېښې په مناسبت د افغان ولس سره خواخوږي څرګنده کړې ده او د پېښې قربانیانو ته یې د دعا مراتب وړاندي کړي دي.
XS
SM
MD
LG