د لاس رسي وړ اتصالات

بدخشان: په عملیاتو کې ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي


بدخشان: په عملیاتو کې ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي
بدخشان: په عملیاتو کې ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي

په بدخشان کې د ایتلافي او افغان ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۷ نور یې ژوندي نیول شوي دي.

د بدخشان د والي ویاند عبدالمعروف راسخ وايي چې دغه عملیات تیره شپه ناوخته د کشم ولسوالۍ د خنبک نوي په سیمه کې د امریکايي ځواکونو لخوا پیل شوي چې تر اوسه لا د افغان ځواکونو لخوا دوام لري.

هغه وايي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې ۲۱ کسه مخالف وسله وال او د هغوی یو مهم قوماندان مولوی شیرحیدر وژل شوي او د هغوی د یو قوماندان په ګډون په کې ۱۷ کسه ژوندي نیول شوي دي.

راسخ وايي چې د دوی امنیتي ځواکونو د مخالفو وسله والو د تارومار کولو او له منځه وړلو په موخه خپلو چاڼیزو عملیاتو ته دوام ورکړی چې په وینا یې په ترڅ کې یې هغه دولس کسه وسله چې په یوه سمڅه کې ننوتلي هغه هم د دوی د ځواکونو دمحاصرې لاندې دي، نوموړی وايي چې د دغه دولسو وسله والو اکثریت یې چیچیني او اوزبکستاني تبع دي، چې په وینا یې په دغه سمڅه ایتلافي قواوو د بمباد تر څنګ لایزر هم استعمال کړی خو تر اوسه معلومه نه ده چې دغه وسله وال ژوندي دي که مړه.

د بدخشان د والي ویاند عبدالمعروف راسخ وايي چې نیول شوي کسان ایتلافي قواوو د ځان سره باګرام ته بیولي دي.

نوموړي وویل چې د دوی د راپورونو له مخې په دغو عملیاتو کې ملکي خلکو ته زیان نه دی اوښتی. او زیاته یې کړه چې دغه عملیات وروسته له هغې تر سره شول چې په دغه سیمه کې د مخالفو وسله والو سره د سولې هلو ځلو کومه مثبته نتیجه ورنه کړه.

بدخشان د افغانستان یو له ارامه ولایتونو څخه دی، چې په یو شمیر ولسوالیو کې یې په دې وروسیو دوه کلونو کې وسله والو مخالفینو په پټه فعالیتونه پیل کړي، چې کله نا کله د افغان امنیتي قواوو سره وسله والې نښتې هم کوي.

د دغو مخالفو وسله والو په منځ کې د منځنۍ اسیا د هیوادونو په ځانګړي ډول ازبکستاني او چیچیني وسله وال هم وي، چې د کتونکو په نظر د بدخشان په څیر په یو غریز او سرحدي ولایت کې د دغو بهرنیو وسله والو شتون د سرحدي پولې د دواړه خواوو په امنیت منفي اغیز ښندي.

XS
SM
MD
LG