د لاس رسي وړ اتصالات

د جنسي ځورونې د ادعا له امله د 'واخان' د ولسوال دنده ځنډول شوې


د بدخشان واخان ولسوالي

د افغانستان د سمیه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، د یوې بهرنۍ ښځینه سیلانۍ د جنسي ځورنې د ادعا له امله یې د بدخشان د واخان د ولسوال عبدالمعروف خیرخوا دنده ځنډولې ده.

د دغه ادارې مسؤلین وايي، د واخان پر ولسوال د یوې بهرنۍ ښځینه سیلاني د جنسي ځورونې د ادعا راپورونه یې تېره ورځ د بدخشان له ولایت مقام څخه تر لاسه کړل.

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاند سید شاه سقیم نن سې شنبه د «چنګاښ پر۲۵مه» امریکا غږ ته وویل، چې دغه ادارې تر هغه وروسته د ولسوال خیرخوا دنده ځنډولې او وايي، په اړه یې څېړنې پیل شوي دي.

د بدخشان واخان ولسوالي
د بدخشان واخان ولسوالي

هغه وویل:"د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې نن سهار ولایتي ادارې ته هدایت کړی چې ژر تر ژره یو پلاوی وټاکي او هغه ولسوالۍ ته ولېږي،دغه پلاوی چې تر څه وخته څېړنې کوي د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د واخان د ولسوال عبدالمعروف خیرخوا دنده ځنډولې ده. او د څېړنو تر بشپړېدو نشي کولای خپلې دندې ته دوام ورکړي"

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ولسوالۍ چارې سرپرست ولسوال ته سپارلې دي.

ښاغلي سقیم وویل، د لومړنیو معلوماتو له‌مخې دغه بهرنۍ ښځینه سیلاني د تاجکستان له لارې واخان ولسوالۍ ته تللې وه.

پر همدې مهال د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري هم امریکا غږ ته وویل، چې سیمې ته پلاوی استول شوی او څېړنې پيل شوي دي.

هغه وویل، چې د یادې قضیې په اړه یې شاوخوا ۱۵ ورځې مخکې معلومات تر لاسه کړي دي.

د بدخشان د والي ویاند همدارنګه زیاته کړه دغه بهرنۍ ښځینه سیلاني چې خپل خاوند هم ورسره و په «اغلب ګمان» سره چې د اسټرالیا اوسېدونکې وه.

واخان د بدخشان د مرکز فیض اباد په شمال ختیځ کې د طبیعي منظرو لرونکو ولسواليو څخه ده چې هر کال د کورنیو سیلانیانو ترڅنګ ګڼ بهرني سیلانیان هم ورځي.

د بدخشان واخان ولسوالي
د بدخشان واخان ولسوالي

واخان چې د «دنیا په بام» سره هم شهرت لري، څو کاله مخکې د افغانستان په دوهم ملي پارک سره ونومول شوه. دغه ولسوالۍ له تاجکستان سره پر پوله پرته ده.

تر دا مهاله خپله د واخان ولسوال پر نوموړي د یادو تورونو په اړه څه نه دي ویلي.

دا موضوع پر داسې مهال رامنځته کېږي چې په دې وروستیو کې په ارګ او نورو دولتي ادارو کې هم د جنسي ځورونو د ادعاو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

خو ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، دا ډول تورونه حقیقت نه لري.

XS
SM
MD
LG