د لاس رسي وړ اتصالات

بحراین کې بیړنی حالت نافظ خو مظاهرې روانې دي


بحراین کې بیړنی حالت نافظ خو مظاهرې روانې دي
بحراین کې بیړنی حالت نافظ خو مظاهرې روانې دي

په مانامه کې عېنی شاهدان وايي چی امنېتی ځواکونو دوه تنه مظاهره کوونکي وروسته د هغه نن وویشتل چې کوښښ یې کاوه د ښار په یوې لوی څلورلاري کې د دیموکراسۍ د طرفدارو مظاهره کوونکو کمپ ته ځانونه ورسوي.

د بحرین امنیتي ځواکونو نن د پیرل په میدان کې د مظاهره کوونکو د خپرولو لپاره اوښکې بهوونکي گاز استعمال کړ.

د CNN تلوېزون راپور ورکړ چې په مېدان کې د نښتو په وخت د ټوپکو د ډزو اوازونه هم اورېدل کېدل. څو تنه زخمې شوي دي.

نننۍ نښتې یوه ورځ وروسته د هغې وشوې چې پرون د پولېسو او مظاهره کوونکو په منځ کې د نښتو په دوران کی دوه کسان ووژل شول او په سلگونو نور یې زخمي شول.

د بحرین حکومت په ملک کی بېړنی حالت اعلان کړی دی او خپل پوره کوښښ کوی چې اوسنی پاڅون پای ته ورسوي.

د روغتیایي چارو مامورانو وویل چې پولیسو یو سړی د سېټره په ښار گوټي کې وویشته او حکومت وویل چې یو عسکر یوه مظاهره کوونکي په خپل موټر باندې ووهه او مړ یې کړ.

د بحرین دولتي تلویزون وویل چې ددغه هیواد پاچا حماد بن عیسی الخلیفه د وسله والو قواو قوماندان ته امر کړی چې د مظاهره کوونکو په مقابل کې دې پوره او مناسب اقدامات وکړي چې د هغه په وینا غواړي د خلکو ژوند گډوډ کړي او هېواد ته تاوان وروسي.

د بحرین پاچا وړمه ورځ اجازه ورکړه چې ١٠٠٠ تنه د سعودي عربستان عسکر او ٥٠٠ پولیس د متحده عربي اماراتو نه بحرین ته راشي او د دولتي ودانیو امنیت وساتي.

XS
SM
MD
LG