د لاس رسي وړ اتصالات

بامیان ښار کې په ډیجیټلي بڼه د کورونو د ادرسونو ثبتول پیل شول


د بامیانو ښار لومړنی ښار دی، چې واټونونه نومونه په کې په ډیجیټلي بڼه ثبت کیږي.
د بامیانو ښار لومړنی ښار دی، چې واټونونه نومونه په کې په ډیجیټلي بڼه ثبت کیږي.

د کابل په ګډون د افغانستان په اکثرو ښارونو کې په منظم ډول د کورونو او جایدادونو ادرسونه نه ترسترګو کیږي، چې دا کار د دغو ښارونو هغه اوسیدونکي چې د ښار له یوې برخې څخه بلې برخې ته د کوم کار لپاره ځي د ادرسونو د لټولو پر وخت له ډیرو ستونزو سره مخ کوي.

خو د بامیانو ښاروالۍ په یو بې ساري اقدام کې په دغه ښار کې په ډیجیټلي ډول د کورونو او جایدادونو ثبتولو کار پیل کړی دی.

د بامیانو ښاروالي د یوې خوا د ښار په واټونو کې لوحې لګوي او د بلې خوا په ښار کې ټولو ودانیو ته ځانګړې شمیرې ورکوي، چې په همغه شمیره باندې بیا په دفتر کې ثبت کیږي.

د بامیانو ښاروال محمد امان امان وايي "د بامیانو دښار د واټونو نوم لیکنه د دغه ښار له څلورمې ناحیې څخه پیل شوې او په ډیجیټلي بڼه د ټولو سیمو نوم لیکنه کیږي".

د ښاغلي امان پر وینا، نوم لیکنه په دري او انګلیسي ژبو باندې کیږي، تر څو د ښاریانو سربیره بهرنیان هم که د تاریخي ځایونو لیدل غواړي په ښار کې د ګرځیدو پر مهال ورته اسانتیاوې موجودې وي.

هغه وايي د څلورمې ناحیې کار بشپړ شوی او اوس دوی د لمړۍ او دوییمې ناحیو نوم لیکنه پیل کړې ده.

د بامیانو د ښاروالۍ د چارواکو د وینا له مخې د دغه بهیر په پای کې به د افغانستان د ملي امنیت د شورا د اجازې وروسته په ډیجیټلي او ان لاین بڼه هم کورونو ته یوه ځانګړې شمیره ورکړل شي.

د بامیانو یو شمیر اوسیدونکي د ښاروالۍ د دې پریکړې څخه خوشاله دی او وايي دا کار به د دوی په ورځنیو چارو کې اسانتیا راولي.

د بامیانو د ښار د ادرسونو په ډیجیټلي نوم لیکنه کې دغې ښاروالۍ سره د ملګروملتونو د هبیتات اداره په تخنیکي برخه کې مرسته کوي.

په افغانستان کې بامیان لومړی ښار دی چې د کورونو او جایدادونو د ادرسونو د لیکولو لپاره په کې له عصري ټکنالوژۍ څخه کار اخیستل کیږي.

XS
SM
MD
LG