د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو ته د بامیان د یو پخواني وکیل اوښتو په اړه ضد او نقیضې ادعاوې


د بامیان والي سید انور رحمتي له پخواني وکیل عبدالرحمن شهیداني سره د لیدنې پرمهال

د بامیان والي وايي چې د دغه ولایت د کشفي او استخباراتي بنسټونو د معلوماتو په اساس د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی عبدالرحمان شهیداني د طالبانو له ډلې سره یوځای شوی دی.

د بامیان سیمه‌ییزو چارواکو دا مسئله د یو مکتوب له لارې د افغانستان د سیمه‌ییزو ارګانونو له خپلواکې ادارې سره هم شریکه کړې ده.

په دغه مکتوب کې راغلي: "د لومړنیو معلوماتو په اساس د ولسي جرګې پخوانی غړی محترم عبدالرحمان شهیداني د طالبانو له ډلې سره یوځای شوی او قطر ته تللی، خو په دې برخه کې امنیتي بنسټونه دې څیړنې وکړي."

د بامیان والي سیدانور رحمتي د دې مکتوب په اړه امریکا غږ ته وویل: "دا حقیقت لري، خو لومړني معلومات دي چې په کې (دا مسئله) ویل شوې ده او امنیتي بسنټونو ته دنده سپارل شوې چې تعقیب یې کړي."

خو د ولسي جرګې پخواني غړي عبدالرحمان شیداني دا مسئله رد کړه او وې ویل چې د خپل یو ملګري په بلنه دوبۍ ته تللی او اوسمهال په متحده عربي اماراتو کې دی.

ښاغلي شهیداني زیاته کړه: "زه د دې ترڅنګ چې دا ردوم، دسیسه‌ګرو ته وایم چې له دې څاه څخه اوبه ایستلی نشي. زما شهیداني د ژوند ټولې ورځې د بامیان خلکو ته معلومې وې او دي چې څوک طالب و او څوک طالب کېږي".

عبدالرحمان شهیداني دغه راز وویل چې ژر به افغانستان ته ستون شي.

ښاغلی شهیداني د افغانستان د ولسي جرګې د تېرې دورې غړی و.

نوموړی د ولسي جرګې په تیرو انتخاباتو کې هم نوماند و خو له بامیانو څخه د کام ایر د الوتکې د بېرته ستنولو په سبب له نوماندۍ لرې کړای شو.

طالبانو هم تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG