د لاس رسي وړ اتصالات

په بنګله دیش کې یو اسلامپاله مشر اعدام شو


د بنګله دیش مرکز ډاکې ته نږدې د عمومي زندان دباندې امنیتي څواکونه د تیارسۍ په حالت کې
د بنګله دیش مرکز ډاکې ته نږدې د عمومي زندان دباندې امنیتي څواکونه د تیارسۍ په حالت کې

په بنګله دیش کې د جماعت اسلامي د ګوند یو مشر د پاکستان نه د بنګله دیش د آزادۍ په جګړه کې د جنایاتو د کولو پخاطر اعدام شو.

د جماعت اسلامي د ګوند دغه مشر میرقاسم علي و چې پرون ناوخته د بنګله دیش پایتخت ډاکې ته نږدې په یو زندان کې اعدام شو.

په علي باندې په آتو قضیو کې تور لګول شوی و. په دغو کې یوه قضیه دا وه چې علي د بنګله دیش د آزادۍ په وخت کې یو ځوان نیولی او په زندان کې اعدام کړی و.

د بنګله دیش حکومت وايي چې د بنګله دیش د آزادۍ په جګړه کې ۳ میلیونه کسان وژل شوي وو.

جماعت اسلامي، هغه مهال د جګړه سره، چې ملتپالو بنګالیانو د بنګله دیش د آزادۍ لپاره پیل کړی وه، مخالفت ښودلی و.

دغه ګوند ویلي دي چې غړو یې جنګي جنایت نه دی کړي او د علي په خلاف جرمونه بې اساسه وو.

علي د جماعت اسلامي د ګوند پنځم مشر و چې د ۲۰۱۰ کال راهیسې اعدام شوي دي.

دغه ګوند ویلي دي چې د علي د اعدامولو په ضد به د دوشنبي په ورځ هرتال یا کاربندیز وکړي.

XS
SM
MD
LG