د لاس رسي وړ اتصالات

په بنګله دیش کې پولیسو یو شمیر لاریون کونکي نیولي دي


په بنگله دیش کې چارواکي وایي پولیسو د پایتخت ډاکې په شاوخوا کې د مظاهره چیانو د خورولو دپاره چې سړکونه یې بند کړي و، اوښکي بیوونکی گاز او ربړی گولۍ استعمال کړیدي.

چارواکی وایی پولیسو نن یو شمیر مظاهره چیان نیولي دي.
دوي ددې دپاره مظاهره کړیده چې د رای اچوونې سیستم بیرته جاري شي او مستقل سرپرست حکومتونه یې څارنه وکړي.

مقامات وایي پولیسو نن د یکشنبې په ورځ په ډاکه کې هغه وخت د مظاهره چیانو سره نښتې وکړی چې مظاهره چیانو د هغوي په موټرو د لاسي بمونو حملې وکړې.
د مخالفو گوندونو ایتلاف مظاهره کړیده چې د رای اچوونو سیستم دي بیرته جاري شي او مستقل سرپرست حکومتونه دي یې څارنه وکړي.

مظاهره چیان غواړي چې دغه سیستم د ملي رای اچوونې د راتلونکی دوری دپاره بیرته نافذ شي.

د څارنی دغه سیستم د صدراعظمې شیخ حسینې حکومت لغوه کړیدی.
XS
SM
MD
LG