د لاس رسي وړ اتصالات

'هغه پخواني چارواکي چې امارت کې هم کار کوي بانکي حسابونه دې خلاص شي'


رئیس الوزرا: د تیر حکومت چارواکي چې امارت کې کار کوي بانکي حسابونه دې خلاص شي
رئیس الوزرا: د تیر حکومت چارواکي چې امارت کې کار کوي بانکي حسابونه دې خلاص شي

د طالبانو رئیس الوزرا وايي، د افغانستان بانک دې د تیر حکومت د هغه دولتي چارواکو بانکي حسابونه خلاص کړي چې اوس مهال په اسلامي امارت کې کار کوي.

نوموړي ویلي چې ددغو پخوانیو چارواکو معاشونه دي هم د مربوطه ارګان تر تائید وروسته اجرا شي.

د طالبانو مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني نن شنبه نومبر ۲۸ (لېندۍ ۷) پر خپل ټویټر پاڼه د رئیس الوزرا له قوله ویلي هغه پخواني چارواکي چې خپل مسؤلیت یې رسماً اسلامي امارت ته نوي سپارلي بانکي حسابونه دې بند شي: "هغه دولتي چارواکي چې اوس مهال په خارج کې دي او مسؤلیت یې په رسمي ډول اسلامي امارت ته نه دی سپارلی بانکي حسابونه دې بند وي.هغه شراکتي او انفرادي بانکي حسابونه چې د تیر حکومت لوړپوړي چارواکي پکې ونډه لري او اوس مهال په خارج کې ژوند کوي د هغوی د ونډې په اساس دي بند وي."

نوموړي همدارنګه ویلي چې د تیر حکومت چارواکو د نژدې دوستانو بانکي حسابونه دي خلاص شي.

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د نورو چارو ترڅنګ بانکي چاري ټکنۍ شوي چې دا مهاله نورمال حالت ته نه دي ګرځېدلي.

د طالبانو تر حاکمیت وروسته د تیر حکومت ګن شمېر لوړپوړي چاوراکي بهر ته ووتل او یو شمېر نور هیواد کې پاتې شول چۍ د یادو پخوانیو چارواکو څخه ګڼ شمېر یې بېکاره دي.

XS
SM
MD
LG