د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق د بصرې پر هوایي ډگر د توغنديو برید


د بصرې هوایي ډگر

په عراق کې پداسې حال کې اعتراضونو زور اخیستی چې د می د میاشتې د انتخاباتو وروسته لا هم نوی حکومت ندی جوړ شوی.

د جمعې د شپې له اعتراضونو او مظاهرو وروسته چې مظاهره کوونکو په کې د ایران قونسلگرۍ ته هم اور واچوه، د شنبې په ورځ د بصرې پر هوایي ډگر باندې د توغندیو برید وشو او د لنډې مودې لپاره د تیلو د ساحو کار کوونکي یرغمل شول.

په بصره کې د ایران قونسلگري
په بصره کې د ایران قونسلگري

د جمعې د ورځې په مظاهرو کې درې کسان وژل شوي او ۴٨ تنه نور ټپي شوي دي چې د منابعو په وینا ٢٦ تنه یې په مرمیو لگیدلي دي. په تاوتریخوالي کې دوه امنیتي کسان هم ټپیان شوي دي.

د عراق امنیتي منابع وایي درې کتوشا راکټ د نامعلومو بریدگرو له خوا توغول شوي او د بصرې هوایي ډگر ته نژدې پریوتي، خو د مرگ ژوبلې او تاوان رپوټ ندی ورکړل شوی. د امریکا قونسگري د بصرې هوایي ډگر ته څیرمه پرته ده.

دغه برید وروسته له هغې وشو چې په ښار کې د شپې پر گرځیدو باندې لگول شوی بندیز لرې شو او د عراق د ستر سمندري بندر (ام قصر) چې مظاهره کوونکو یې لاره بنده کړې وه بیرته خپل عادي فعالیت پیل کړ.

بصره د عراق دوهم ستر ښار او ددې هیواد د شیعه مذهبو عمده ټاټوبی دی. پدې ښار کې څه دپاسه دوه میلیون وگړي اوسیږي چې پنځه ورځې په کې سختې مظاهرې وشوې د کومو په ترڅ کې چې حکومتي ودانۍ لوټ او د سیاسي فساد په وجه د غوسه شویو مظاهره کوونکو له لورې وسوزول شوې.

په بصره کې د دوشنبې د ورځې راهیسې مظاهرې پیل شوي
په بصره کې د دوشنبې د ورځې راهیسې مظاهرې پیل شوي

په عراق کې مظاهرې لومړی ځل د جولای په میاشت کې پیل شوې خو پدې اونۍ کې اوج ته ورسیدې.

د عراق صدراعظم حیدر العبادي د شنبې په ورځ د کابینې بېړنۍ غونډه وکړه او د عراق پارلمان هم پر کړکیچ باندې د بحث لپاره د بیړنۍ غونډې په درشل کې په یوه اعلامیه کې د دولتي ودانیو او د ایران د قونسلگرۍ د سوزولو په اړه د پلټنو غوښتنه وکړه.

په عراق کې د می په میاشت کې انتخابات وشول، خو د سیاسي مخالفتونو په وجه تر اوسه پدې هیواد کې نوی حکومت ندی جوړ شوی او پارلمان بالاخره د تیرې دوشنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره غونډه وکړه.

د مظاهرو تنظیمونکي وایي چې دوی به د شنبې په ورځ مظاهرې د سمدستي لپاره ودروي. دوی وایي د اداري فساد او واک نه د ناوړه استفادې په نتیجه کې د ښار زیربناوی له منځه تللي او پدې اوړي کې بریښنا او د څښاک صحي اوبه نشته.

اعتراض کوونکي دا هم وایي چې د بصرې د اوبو منابع په مالگې ککړې شوي او په زرگونو کسان د هغې د څښلو په وجه په روغتونو کې بستر شوي دي.

د بصرې ښار روغتیایي منابع وایي د تیرې دوشنبې راهیسې چې مظاهرې پیل شوي ١٣ کسان د امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي او په لسگونو نور ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG