د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق د موصل ښار د بیرته نیولو جگړه وځنډول شوه


د عراق صدراعظم: د داعش له ځپلو وروسته به یوازې حکومتي ځواکونه موصل ښار ته د ننوتلو اجازه ولري.
د عراق صدراعظم: د داعش له ځپلو وروسته به یوازې حکومتي ځواکونه موصل ښار ته د ننوتلو اجازه ولري.

د عراق د خاصو ځواکونو یو قوماندان ویلي چې د جگړې د ځنډولو پریکړه یې د کردي یا پیشمرګه ځواکونو د غوښتنې پر اساس کړې ده.

د عراق د خاصو ځواکونو یو قوماندان حیدر فضیل وایې چې ځواکونو یې تر هغه وروسته موصل ته له پرمختګ څخه ډډه وکړه چې پیشمرګه ځواکونو ترې د عملیاتو د توقف غوښتنه وکړه.

د پیشمرګه ځواکونو یو قوماندان وړاندې ویلي وو چې جنګیالي يې په نیول شویو سیمو کې د خپل حاکمیت په ټینګولو بوخت دي.

شاو خوا ٣٠ زره عراقي او ۴٠٠٠ کردي پیشمرگه جنگیالي د دوشنبې په ورځ د موصل د ختیځ نه پرمختگ پیل کړل چې په ترڅ کې یې تردې دمه د داعش له منګولو لسګونه کلي آزاد شوي دي.

د موصل د بیرته نیولو په عملیاتو کې د متحده اېالاتو ٢٠٠ ځانگړي ځواکونه هم مرسته کوي. د دغو ځواکونو څخه ځیني یې د جگړې د لومړۍ کرښې شاته ځای په ځای شوي دي چې د امریکا د دفاع وزارت د چارواکو په وینا د سلامشورې او مرستې دنده په غاړه لري. ځینې یې ان د هوایي برید په راغوښتلو کې مرسته کوي.

عراقي او امریکايي چارواکي وايي، له داعش څخه د موصل ښار بېرته نیول به دغې ډلې ته یوه لویه ضربه وي.

په همدې حال کې د امریکا د دفاع د وزارت ویاند پیټر کوک ویلي چې عراقي ځواکونو له پلان سره سم د موصل ښار پر لور پرمختګ کوي.

پټر کوک، د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویاند
پټر کوک، د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویاند

ښاغلي کوک زیاته کړه" دغه جګړه د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې له واکمنۍ د سلګونو زره بې‌ګناه عراقیانو د ازادولو لپاره ده، دغه جګړه د زرګونو عراقي پوځي پرسونل، د ترورېزم ضد ځواکونو او فدرالي پولیسو په ګډون د عراقي کورنیو لهخوا مخ ته وړل کېږي، کُرد پیشمرګه او سُني قبایلي ځواکونه هم په دغې جګړه کې مهمه ونډه لري، د امریکا په مشرۍ د شپېتو هېوادونو د داعش ضد نړیوال ائتلاف د دوی ملاتړ کوي، ورته مشوره ورکوي، لوژېستیکي ملاتړ یې کوي، په استخباراتو او د دقیق هوایي ځواک په برخه کې ورسره مرسته کوي."

ښاغلی کوک وویل متحده ایالات او د نړیوال ائتلاف نور غړي د موصل ښار په پوځي عملیاتو کې د عراق ملاتړ کوي.

د متحدو ایالاتو د جټ الوتکو د بمباریو ترڅنګ، د فرانسي جنګي الوتکو د دوشنبې په شپه د موصل په شاخوا کې د چاودیدونکو موادو یو انبار په نښه کړی دی.

ویل شوي چې دغه بمبارۍ په عراق او سوریې کې د چمال په نوم د فرانسوي پوځیانو د عملیاتو په چوکاټ کې ترسره شوي دي.

له بلې خوا اسټرالیایې چارواکي د موصل عملیات خطرناک بللي دي. د دغه هېواد صدراعظم مالکم ترنبول د خپل هېواد پارلمان ته په وینا کې ډاډ څرګند کړی چې دوي د عراقي ځواکونو په ملاتړ د موصل د بیرته نیولو په عملیاتو کې پراخه ونډه اخلي.

د اسټرالیا صدراعظم زیاته کړه "د موصل آزادول به ستونزمن وي. د جګړې د وخت او یا دا چې تر کومې مودې به داعش جنګیالي په ښار کې پاتې وي، کوم ضمانت نشته. داعش د جکړې میدان بایلي او د حاکمیت ساحه یې په کمیدو ده."

د عراق صدراعظم حیدر العبادي ویلي چې د داعش له ځپلو وروسته به یوازې حکومتي ځواکونه موصل ښار ته د ننوتلو اجازه ولري.

هاخوا داعش پورې اړوند د اعماق خبري آژانس د سې شنبې په ورځ داسې انځورونه خپاره کړي چې پکې پر عراقي ټاکونو د برید صحنې ښکاروي.

که څه هم چې د اسوشیتد پریس خبري آژانس د دې ویډیو کره والی نه دی تائید کړی خو ویلي دي داعش جنګیالیو دغه بریدونه د دوشنبې په ورځ ترسره کړي دي.

XS
SM
MD
LG