د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان سولې په اړه د چین غونډه وځنډېدله


د دغه غونډې د تر سره کېدو کره نېټه لا نه ده معلومه شوې

د افغان سولې په اړه 'بین الافغاني' غونډه، چې ټاکل شوې وه د روانې میلادي میاشتې په وروستیو کې په چین کې تر سره شوې وای، ځنډېدلې ده.

اسوشېټډ پرس خبري اژانس پرون جمعه د اکتوبر پر ۲۵مه د یو شمېر سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د بیجینګ 'بین الافغاني' غونډه د لنډ مهال لپاره ځنډېلې او د تر سره کېدو کره نېټه یې نه ده معلومه شوې.

که څه هم تر دا مهاله د افغان سولې په اړه د چین د 'بین الافغاني' ناستې د ځنډېدو لامل نه دی روښانه شوی، خو د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت تېره اونۍ په دغه ناسته کې د افغان دولت پر ټول شمولیت او مرکزي رول ټینګار وکړ.

د چین په کوربتوب دغه ناسته، چې ټاکل شوې وه د روانې اکتوبر میاشتې پر ۲۹مه او ۳۰مه تر سره شوې وای، د طالبانو سیاسي مرستیال او د دغه ډلې د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ ۱۵ کسیز طالب پلاوي هم ګډون کړی وای.

د اسوشېټد پریس خبري اژانس د راپور له‌مخې افغان ولسمشر محمد اشرف غني چې په دغه ناسته کې د افغان دولت د استازو له ګډون سره مخالفت درلود، خو د ولسمشر غني ویاند صدیقي صدیقي پرون جمعه وویل، چې افغان دولت خپل استازي د چین غونډې ته استوي.

صدیقي پر خپل ټوېټر لیکلي:"افغان حکومت به په یو مناسب وخت کې د چین په غونډه کې د ګډون کونکو لېست د چین له حکومت سره شریک کړي."

د چین غونډه پر داسې مهال ځنډیږي، چې پرون جمعه د مسکو په څلور اړخیزه غونډه کې چین، روسیې او پاکستان له امریکا څخه غوښتي، چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له طالبانو سره بېرته خبرې پيل کړي.

XS
SM
MD
LG