د لاس رسي وړ اتصالات

د بروکسل هوايي ډګر بیرته پرانیستل شو


دوه اونۍ مخکي د بلجیم په مرکز بروکسل کې تروریستي بریدونه وشول چې لږ تر لږه ۳۲ کسه په کښي ووژل شول. بریدونه په یوه تمځای او د هوايي ډګر په خروجي برخه کې وشول.

د یکشنبې په ورځ هوايي ‌ډګر بېرته خپل عادي پروازونه پیل کړل او دریو الوتکو پرواز وکړل. د بلجیم چارواکي وايي چې دغو دریو پروازونو سبمولیکه بڼه درلوده او په راتلونکو ورځو کې به نور پروازونه هم وشي.

د بروکسل د هوايي ‌ډګر اجرایه رئیس ارنود فایست وویل چې په دومره لږ وخت کې هوايي ډګر بېرته پرانستل کیدل د هیلې یوه نښانه ده او د بلجیم د خلګو مشترکه اراده او قوت ښيي چې سرونه یې لوړ دي.

ښاغلي فایست وویل چې د هوايي ډګر ځیني سیمې ترمیم ته اړتیا لري او د هوايي ډګر ټول فعالیتونو به څو میاشتې ونیسي چې عادي شي.

حکومت د پولیسو د اتحادیو سره د جمعې په ورځ ناوخته موافقې ته ورسیده. پولیسو د اعتصاب ګواښ کړی و چې که د امنیت په برخه کې د هغوی ځیني غوښتنې ونه منل شي کار به ونه کړي.

د بلجیم پولیسو شکایت درلودی چې د دوي په وینا په هوايي ډګر کې امنیتي تدابیر ټینګ نه دي.

د اتحادیې مشرانو ویل چې ټول مسافرین باید د امنیتي کنټرول څخه د هوايي دګر دباندي تیر شي خو د هوايي دګر مسولینو بیا استدلال کوی چې دا کار به زیات خلګ په قطارونو کې منتظره کړي او د بلې تروریستي حملې دپاره به لاره آسانه کړي.

خو بالاخره دواړې خواوو موافقې ته سره ورسیدلې او د شوي موافقې پراساس بهاوس ټول مسافرین چې هوايي ډګر ته ورننوځي د باندي به تلاشي کیږي.

XS
SM
MD
LG