د لاس رسي وړ اتصالات

معلوماتو ته د لاس رسي په سر د حکومت او اپل شخړه


د شخصي ژوند خوندی ساتل د امریکایانو لپاره خور ارزښت لري، خو ډیر یې ملي امنیت ته لومړیتوب ورکوي.
د شخصي ژوند خوندی ساتل د امریکایانو لپاره خور ارزښت لري، خو ډیر یې ملي امنیت ته لومړیتوب ورکوي.

د پرمختللی ټکنالوژۍ یو مخکښ مشر بل ګيټس په هغه کړکیچ کې د متحده ایالاتو د حکومت پلوي کوي چې د اف بي ای او د اپل د شرکت ترمنځ د معلوماتو د شریکو په سر رامنځ ته شوی دی.

د اپل شرکت چې آیفون جوړوي له دې نه ډډه کوي چې د اف بي آی له پلټونکو سره مرسته وکړي چې د هغو سمارټ فونونو شفر شویو معلوماتو ته لاسرسی ولري د دسمبر په میاشت کې د کلیفورنیا ایالت د سان برنارډینو په برید کې ترینه دوو ترهګرو استفاده کړې وه.

دغه معلومات کولای شي د ترهه ګرۍ د نورو احتمالي دسیسو لپاره ځینې نښې نښانې رامنځته کړي. د امریکا غږ خبریاله زلاتیکا خبر راکوي چې ددې قضیې پایلې به د راتلونکې لپاره یو ښه نمونه رامنځته کړي.

د شخصي ژوند خوندی ساتل د امریکایانو لپاره خور ارزښت لري، خو ډیر یې ملي امنیت ته لومړیتوب ورکوي .

د اپل مشر ټیم کوک وایي د اف بي آی د غوښتنې منل به ددې سبب شي چې بیلابیل انترنتي غله او هکران ددې شرکت ټیلیفونونو ته لاسرسی ولري.

د فیس بوک موسس مارک زکربرگ د سې شنبې په ورځ په بارسلونا کې د موبایل د نړیوال کانگرس په غونډه کې د یوې وینا په ترڅ کې د ښاغلی کوک د مقاومت ملاتړ وکړ.

زکربرگ وايي، "زه فکر نه کوم چې شفر شوي معلوماتو ته ننوتل به د امنیت د زیاتوالي لپاره یوه اغیزمنه لاری وي؟"

خو د مایکروسافت په نامه د کمپیوتري ساسفټویرونو او الکترونیکي آلو موسس بل گیټس وایی اپل کولای شي چې هغه ټیلیفون چې د سان برنارډینو ترهه گرو ترینه استفاده کړې دی د اضآفی لارو چارو نه پرته پرانیزي.

هغه د فایننشل ټایمز ورځپاڼې ته وویل چې حکومت دیته ورته غوښتنه د بانک او د ټیلفون د نورو شرکتونو څخه کولای شي، نو ولی دا شرکت باید مستثنی وي.

هغه وايي، "د مثال په ډول یو بانک د یو ډیسک ډرایف نه فیته تاو کړې او ووایي چې ما ته مه وایه چې دا فیته پرې کړم ځکه ته به بیا بیا دا غوښتنه کوی چې د نورو بدو کسانو په هکله معلومات ترلاسه کړي. په هر ډول، دا یوه ساده پوښتنه ده. آیا رایې ورکونکي غواړي چې حکومت سره دې همکاري وشي؟ آیا داسې کومه قضیه موجوده ده چې له د هغې له مخې یو شرکت باید داسي معلومات شریک کړي."

گیټس وویل حکومت او د ټکنالوژې شرکتونه باید یوه داسې لاره ومومي چې د وګړو امنیت او خصوصي ژوند وساتي. هغه فکر نه کوی چې خلک دې وغواړي چې حکومت دې ددوی په استازیتوب خپلسري پریکړه او عمل وکړي.

گیټس او ډیر نور وړاندوینه کوي چې ددې جنجال لمن به تر ستری محکمی پورې وغځیږي چې دغه موضوع روښانه کړي، ځکه چې دیته ورته زیاتې قضیې به په راتلونکې هم رامنځته شي.

د انټر امریکن ډولپمنټ بانک یو مشاور انډریس کولیر وايي "زه فکر کوم همدا دلیل دی چې په یوازی څو ورځو کې ددې مسلې په تړاو دومره نارې سورې اوچتې شوې، ځکه دواړه خواوی ددې مسلې اهمیت او پیچلتیا درک کوي."

ټوله نړۍ په داسې حال کې ددې قضیې پایلې ته ګوري چې نور هیوادونه له داسې یو حالت سره اوس مخامخ دي او یا به په راتلونکې ورسره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG