د لاس رسي وړ اتصالات

د بن لادن د کاله نه په لاس راغلي لیکونو کې څه ویل شوي


 په ایبټ آباد کې د بن لادن کور چې اوس ړنګ شوی
په ایبټ آباد کې د بن لادن کور چې اوس ړنګ شوی

هغه اسناد چې تیر کال د القاعده د شبکې د پخواني مشر بن لادن په کاله باندې د چاپې پر وخت امریکايي ځواکونو ته په لاس ورغلي دي، ښیي چې ځیني وختونه د القاعدې او د دې شبکې پورې د تړلو ډلو تر منځ ځینې ستونزې موجودې وې.

د اسامه بن لادن د کاله نه په لاس راغلي اسناد د امریکا د ویسټ پواینټ د پوځې اکاډمۍ د تروریزم سره د مبارزې د مرکز لخوا څیړل شوي او پخپلې ویب پاڼې کې د عامو خلکو د کتلو لپاره خپاره کړیدي.

په اسنادونو کې ښودل کیږي چې بن لادن د خپل ژوندانه په وروسیتو کالونو کې د القاعده د شبکې د هغو ډلو د کارونو او فعالتیونو نه راضي نه ؤ چې د منځني ختیځ او شمالي افریقا په هیوادونو کې فعالیت کوي.

میرمن نیلي لهود چې تبصره یې د اسنادو تر څنګ خپره شویده وایي داسې فکر کیده چې د بن لادن او د دې شبکې د هغو مهمو مشرانو تر منځ به ټینګ اتحاد موجود وي چې د هغه سره په پاکستان کې پټ شویدي خو زیاتوي چې اوس دا ثابته شوه چې حقیقت داسې نه ؤ.

" د سیمه ایزه او نوي نسل جهادي ډلو په وړاندې د بن لادن مفکورې زړې وې. بن لادن دهغوي د مفکورو سره بشپړه موافقه نه درلوده. هغه عملیات او فعالیتونه په خورا سیستماتیک او منظم ډول سنجول خو دا به یې هم ویل چې دا خطرناک کار دی، مګر نورې ډلې بیا د عملیاتو لپاره بیخي زیاته لیوالتیا لري او په نورو اړخونو یې فکر نکوي. "

خپاره شوي ټول اسناد 17 قطعې دي چې اصلي بڼه یې په 175 پاڼو کې په عربي ژبه کې لیکل شویدي. دا هغه اسناد دي چې د 2006 او 2011 کالونو کې د بن لادن او د هغه د ملګرو تر منځ تبادله شویدي. پدې لیکونو کې درې یې چې ډیر لوی او مهم دي، هغه لیکونه دي چې بن لادن پخپله د 2010 او 2011 کالونو په منځ کې او د خپل مرګ نه یوازې یوه اونۍ وړاندې لیکلي دي.

میرمن لهود یو ځل بیا وایي دا پوره نده څرګنده چې آیا د بن لادن ملګرو او د القاعده د شبکې پورې تړلو ډلو ته د هغه لیکونه رسیدلي دي او که نه خو وایي بن لادن په ښکاره ډول د القاعده د شبکې په هغو ډلو باندې په قهر ؤ چې داسې بریدونه یې کول چې مسلمانانو ته پکې زیان رسیده ځکه چې پدې سره د خلکو تر منځ د هغوي لپاره نفرت پیدا کیده. بن لادن د خپلو ملګرو او ډلو نه غوښتل چې خپل ټول پام دې امریکا ته واوړوي او پخپلو هیوادونو کې دې په چا برید نکوي ځکه چې بیا یې څوک ملاتړ نکوي.

" بن لادن یوه په زړه پورې تکیه کلام درلود چې هغه مضره او یا خطرناکه ونه وه. بن لادن په نظر امریکا په نړۍ کې د خطرناکې او یا آزار ورکونکې ونې ډډ ، ناټو یا برتانیه او ځیني اسلامي هیوادنه چې هغه ورته د مرتدانو خطاب کاوه، د دې خطرناکې ونې څانګې دي. په همدې خاطر بن لادن به ویل چې د ونې په څانګو باندې وخت باید چې ضایع نشي بلکه پکار ده چې پخپله ونه له منځه ولاړه شي چې هدف یې امریکا وه. "

په یوه بل لیک کې اسامه بن لادن په سومالیه کې د الشباب د ډلې هغه غوښتنه رد کړیده چې پکې غوښتل شوي ؤ چې دغه ډله دې په رسمي ډول د القاعده د مرکزې ډلې په حیث وپیژندل شي. بن لادن همدارنه په الشباب او القاعده د عربو په ټاپو کې پدې خاطر رټلې دي چې په یمن او سومالیه کې د اسلامي حکومتونو د اعلان کولو لپاره یې د هغه د دعا غوښتنه کړې وه.

بن لادن په انور الاولاقي باندې هم کلک انتقادونه کړیدي چې په امریکا کې زیږیدلی ؤ او تیر کال د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې په یمن کې ووژل شو.

اسامه همدارنګه په پاکستاني طالبانو باندې انتقاد کړیدی او ددې سره یې کلک مخالفت درلود چې په یوازې ځان باید چې عملیات او بریدونه ونشي. هغه په ځانګړي ډول د فیصل شهزاد قضیه یاده کړیده چې په 2010 میلادي کال کې یې د نیویارک د ټایمز په څلور لارې کې د ناکامه بم چونې هڅه کړې وه.

فیصل شهزاد په پاکستان کې زیږیدلی ؤ او د امریکا تابعیت یې درلود.

میرمن لهود وایي بن لادن پدې خاطر په فیصل شهزاد انتقاد کړی ؤ چې د خپل هغه قسم یا وعدې نه یې سرغړاونه کړې وه چې هغه په امریکا کې د تابعیت د اخیستو پر وخت کړی ؤ.

میرمن لهود وایي بن لادن دا بده نه ګڼله چې امریکایان دې په امریکا باندې برید نکوي خو د دې سره یې مخالفت درلود چې هغه کسان دې په امریکا باندې حمله وکړي چې د تابعیت د اخیستو پر وخت لوړه او ژمنه کوي چې د امریکا په خلاف کار به نکوي او بیا د خپل قول نه واوړي.

XS
SM
MD
LG