د لاس رسي وړ اتصالات

د اسامه بن لادن په غږ نوې فیته خپره شویده


د اسامه بن لادن په غږ نوې فیته خپره شویده
د اسامه بن لادن په غږ نوې فیته خپره شویده

یوه سړی چي ادعا کوي د القاعدې مشر ( اسامه بن لادن ) دی د آواز په یوه فیته کي ویلي دي چي د هغو فرانسویانو چي یرغمل نیول سوي دي، آزادي د افغانستان نه د فرانسوي قواو په وتلو اړه لري.

دا پیغام چی پرون د جمعې په ورځ د الجزیرې تلویزیون خپور کړی وایي چي د فرانسې خلک به د هغه هیواد د جمهوررئیس نیکولا سرکوزي د پالیسیو ډیر لوړ قیمت ادا کړي.

په آواز کي ویل سوي دي چي د افغانستان نه د فرانسوي عسکرو د ایستلو سره د سرکوزي انکار ددغو یرغملو د وژلو د پاره اجازه ورکول دي.

یاغیانو لږ ترلږه اته تنه فرانسویان یرغمل نیولي دي چي ویل کیږي پنځه تنه یې په نایجیر، دوه تنه په افغانستان او یو تن په سومالیاکي نیول سوی دی.

د فرانسې د بهرنیو چارو د وزارت یوه نطاق پرون وویل چي په دې پیغام کي د ګواښونو سره سره فرانسه دې ته متعهده ده چي په افغانستان کي خپلو کوششونو ته دوام ورکړي. هغه دا هم وویل چي فرانسه په دې بوخته ده چي دا معلومه کړي چي دا فیته باوري ده که نه.

XS
SM
MD
LG