د لاس رسي وړ اتصالات

د بن لادن مرګ د نړۍ بیلابیل غبرګونونه


د بن لادن مرګ د نړۍ بیلابیل غبرګونونه
د بن لادن مرګ د نړۍ بیلابیل غبرګونونه

د اسامه بن لادن دمرگ خبرته په نړۍ کی په عمومی ډول هرکلی وېل شوېدی. د ترکېې جمهوررئېس عبدالله گل د بن لادن د مرگ په برخه کې دامرېکا يی قواو په واسطه ووېل چې ترهگران بالاخره نېول کېږی ېامړه او ېا ژوندي.

اسراییل

په اسراېېلو کې د دغه هېواد صدراعظم بنجامېن نتانېا هو ووېل چې دالقاعده مرگ دعدالت لپاره غټه کامېابی ده.

عراق

په عراق کې چې د ډېرو سختو طاېفه ئی جنگونو ښکار دی، دالقاعده تر بېرغ لاندی هم مرگ ژوبلی روانی دی. هلته ېوڅه خوشېنی وه. خو ددې سره سره د عراق امنېتی قواو ې، له دې امله چې دالقاعده له خوانه انتقامی برېدونه ونشی ، د تېارسۍئ په حال کې شوی.

سعودی عربستان

په سعودی عربستان کې چې د بن لادن د زوکړې ځای دی ددغه هېواد رسمی خبری اژانس ووېل دوې هېله من دی چې دهغه مرگ به په دې هېواد کې د ترهگرۍ ضد هڅو سره مرسته وکړی.

افغانستان

دافغانستان جمهوررئېس حآمد کرزي ېاغي طالبان دېته هڅولی دی چې داسامه بن لادن له مرگ نه عبرت واخلی او خپل ېوه لسېزه اوږد بغاوت پای ته ورسوی.

ښاغلی کرزی دبن لادن دمرگ په مناسبت وېنا کې ووېل چې بن لادن هغی سزاته ورسول شوی چې دی ېې مستحق و. هغه دامرېکا ېې قواو په عملېاتو کې دېکشنبی په ورځ ناوخته داسلام اباد په اېبټ اېباد کې ووژل شو.

د ښاغلی کرزي دوېنا اورېدونکېو په دې تبصرو خوښی څرگنده کړله او ډېرو افغانانو ددغه خبرد اورېدلو هرکلی وکړ. خو په هېواد کې دعمومی لمانځنی کوم احساس موجود نه و.

رپوټ وايی چې ښاغلی کرزی له ډېر پخوا راهېسی شکاېت درلود چی دناټو د قواو له خوانه د طالبانو خلاف عملېاتو کې په سهوه کې ډېر افغانان وژل کېږی او زخمېان کېږي خوددوشنبی په ورځ وېنا کې هغه د اېتلاف دقواواو افغان قواو سر ښندنی په دې جگړه کې وستاېلی.

ملګري ملتونه

د ملگرو ملتونو سرمنشی بان کېمون دبن لادن مرگ دترهگری خلاف نړېواله مبارزه کې ېوه ډېره مهمه پېښه بولی. هغه په نېوېارک کې د ددوشنبی په ورځ ووېل چې دالقاعده جناېاتو تقرېبا په ټولو لوېو وچو کې پر خلکو اغېزه وکړله. بان کېمون ووېل داهغه ورځ ده چې په امرېکا او نړۍ کې د ترورېستی برېدونو قربانېا ن ېا داو ولمانځل شی . په امرېکا کې پخوانی جمهوررئس جورج بش دبن لادن مرگ ېوه غټه کارنامه وبلله. هغه وخت چې القاعده پرامرېکا برېدونه وکړل ، ښاغلی بش دامرېکا جمهوررئېس و.

امریکا

دامرېکا د بهرنېو چارووزارت هغو امرېکا ېانو ته چې په بهر کې ژوند کوی، داسامه بن لادین له مرگ نه وروسته د زښت ډېر احتېاط خبرداری ورکړېدی. ددوشنبی په ورځ ېونړېوال خبرداری خپور شو چې د اسامه بن لادن مرگ دامرېکا پرضد په ځېنی سېمو کې تشدد اومرگ ژوبله راپارولی شی. خبراری وايی چې دامرېکا اتباع چې په داسی سېموکې اوسېږی پکارده چې هغوی خپل سفر له خپلو کورونو او هوټلونو نه بهر محدود کړی. او داسی ځاېونو ته له ورتللو نه ډډه وکړی چې هلته ډېر خلک راغونډ شوی وي.

دامرېکا خارجه وزارت د خبرداری ترڅنگ چې وايی ددې امکان شته دی چې دامرېکاېانو خلاف تشدد کې زېاتوالی راشی. نړېوالو پولېسو ېا انټرپول هم د بن لادن له مرگ نه وروسته خبرداری ورکړېدی چې خلک دی پوره بېدار واوسی ځکه چې دالقاعده له خوانه به د بدل اخېستلو هڅی وشی.

هند

هند وايی دا چی اسامه بن لادن په پاکستان کې ووژل شو، څرگندوی چې په دغه هېواد کې لاتراوسه پورې هم دترهگرانو او اورپکو ډلو د سېب ځاېونه شته دی. په هغه وېنا کې چې دهند دکورنېو چارووزېر چېدم برام د غټی اندېښنی په څرگندولو سره داخبره وکړله چې بن لادن په ېوه داسی قصر وزمه کور کې پروت و چې د پاکستان له پاېتخت نه 50 کېلومتره لېری و. هغه ووېل چې داحقېقت د پاکستان اندېښنه څرگندوی چې هغه ترورېستان چې له مختلفو سازمانونو سره تړاو لري هغوی په پاکستان کې د سېب ځاې پېداکولی شی.

پاکستان

نن د دوشنبی په سهار د پاکستان ولس د راویښیدو سره سم د القایده د شبکی د مشر اسامه بن لادن د مرگ خبر واوریدو .

د پاکستان د ایکسپریس په نوم تلویزونی شبکی ویلی چی دې اسامه په ضد شوو عملیاتو کی د ده دوه میرمنی او شپږ ماشومان هم د امریکایی قواو لاس ته ورغلی دی. دغه تلویزون وایی چی دی عملیاتو کی د اسامه څلور ملگری هم نیول شویدی .

پاکستان داسامه بن لادن مرگ دنړی په گو ټ گوټ کې دترورېستانو لپاره ېوه غټه ناکامی بولی. په داسی حآ ل کې د پاکستان طالبان لوړه کوی چې د امرېکا او پاکستان د گټو خلاف به خپلو برېدونو ته زور ورکړی.

د پاکستان نطاق ووېل چی د ېکشنبی په ورځ عملېات د امرېکا دهغی فېصلی په مطابق سرته ورسېدل چې وايی بن لادن به هر چېرته چې وی دامرېکا د قواو په واسطه له منځه ولاړ شی البته هر چېرته چې په نړی کې پېدا شی.

هغه کور چی اسامه بن لادن پکی وژل شویدی . هغه د پایتخت اسلام اباد نه ٥٠ کیلومتره لېرې پروت دی. او سخت امنیتی دیوال ترې تاو و او خار داره سیمان هم ترېنه راچاپیره وه.

XS
SM
MD
LG