د لاس رسي وړ اتصالات

افغانانو ته د ځانگړې ویزې د اوږدولو لایحه


د امریکا له کانگرس څخه د ځانگړې ویزې د اوږدولو غوښتنه
د امریکا له کانگرس څخه د ځانگړې ویزې د اوږدولو غوښتنه
د امریکا د گانگرس دواړو گوندونو په گډه یوه لایحه وړاندې کړې چې له مخې افغانانو ته د مهاجرت د ځانگړې ویزې موده اوږده شي.

د جمهوري غوښتونکي او دموکرات گوند غړو جان مکین، آدم کینزینگر، ارل بلومنور او جین شهین کانگرس ته یوه لایحه وړاندې کړې چې د مهاجرت د هغې ویزې موده چې د ٢٠١۴ کال تر پایه پای ته رسیږي هغو افغانانو ته چې د امریکا د پوځ، حکومت او امریکایي رسنیو سره په افغانستان کار کړی اوږده کړي.

دوی دا هم وایي چې افغانانو او عراقیانو ته دې د هغوی د خدمتونو په خاطر په امریکا د پاتې کیدو دایمي ویزه ورکړل شي. دا لایحه په کانگرس کې د جمهوري غوښتونکي او دموکرات گوند د ١٩ غړو له خوا د امریکا کانگرس ته وړاندې شوې ده.

د افغان متحدینو د ساتنې د ځانگړې ویزې دغه دوه گوندیزه لایحه د چارشنبې په ماښام د متحدینو د ساتنې د فرمان په بنسټ د امریکا کانگرس ته وسپارل شوه چې د یو بل کال لپاره د لازمو اصلاحاتو په راوړلو سره تمدید شي.

د لایحې په دغه اوږدولو کې درې زره ویزې او د ویزې د اخستلو لپاره پراخ شرایط شامل دي تر څو د امریکا وعدې ته اعتبار ورکړل شي او هغه شمیر خلکو ته چې په بهر کې یې د خپل ځاني خطر په بیه د امریکا د پوځ په لیکو کې خدمت کړی، امریکا ته د مهاجرت کولو زمینه برابره شي.

د جمهوري غوښتونکي گوند غړی آدم کینزینگر په دې باور دی چې هغه شمیر افغاني ښځې او نارینه چې د خطر په منلو سره یې د یوې لسیزې جگړې په ترڅ کې د امریکایي ځواکونو سره مرسته کړې هغوی ددې وړ دي چې د امریکا متحده ایالات د هغوی او د هغوی د کورنیو د ساتنې لپاره په خپلو وعدو وفا وکړي.

د امریکا ویزه
د امریکا ویزه
د نیوهمشیر څخه د کانگرس غړی سناتور جین شهین هم په همدې باور دی چې د هغو ملکي وگړو په وړاندې وجداني دنده ترسره شي چې د جگړې په وخت یې د امریکا د ساتنې لپاره ځانونه له خطر سره مخامخ کړي دي.

په دې ترڅ کې د اورگان ایالت څخه د کانگرس غړی ارل بلومنور، افغانانو ته د ځانگړې ویزې د لایحې د تمدید په اړه وایي " افغان او عراقي ژباړونکي د امریکا عسکرو د ساتنې او مرستې لپاره خپل ځانونه په خطر کې اچولي. مونږ هغو ته چې وعده مو ورسره کړې او هغوی زمونږ د ځواکونو د حضور په وخت له مونږ سره مرسته کړې او اوس د امریکایي ځواکونو په کمیدو او وتلو سره پرته له کوم ځانې ژغورنې ژوند کوي که مونږ دغه لایحه ومنو مونږ د هغو کسانو سره چې مونږ ته یې خدمت کړې په خپلو وعدو کې یو گام نژدې کیږو.

ددې لایحې په قانوني کیدو سره هغو ژباړونکو ته چې د امریکایي رسنیو، غیر انتفاعی سازمانونو او د نړیوال امنیتي ځواکونو سره یې په زړورتوب کار کړی او کورنۍ یې د گواښ سره مخامخ دي، نور فرصت رامنځ ته کوي.

د افغاني متحدینو د ساتنې د فرمان اوږدول د هغو سرتیرو له لورې چې په افغانستان کې یې خدمت کړی د عراقي مهاجرینو د مرستو د پروگرام او د ترومن د ملي امنیت د پروژې په ملاتړ کیږي.
XS
SM
MD
LG