په نایجیریا کې د اوو کلنو شخړو په اوږدو کې تر اتلس زرو ډیر کسان وژل شوي دي.
دغه کسان د بوکوحرام ترهګرې ډلې او د نایجیریا د حکومتي ځواکونو ترمنځ په جگړه کې وژل شوي دي.
د بوکوحرام ترهګره ډله د نایجیریا په شمال کې د خپل حاکمیت د ټنیګښت په موخه له غیر شرعي تګلارو ګټه اخلي. دغه ډله د غربیانو په څیر جامه په تن کوي او له دیني زده کړو پرته د عصري علومو زده کول او نور کارونه حرام بولي او سرغړونکو ته سخته سزا ورکوي.
د بوکوحرام تر ولکې لاندې سیمو کې ددغې ډلې له تاوتریخوالو او وحشت څخه ويډیو یا عکس اخیستل آسانه چاره نه ده، ځکه دغه ډله د خپلو جنګیالیو د ځاي او ځایګي او د هغوي په لاس د کېدونکو زورزیاتیو په پټ ساتلو کې شهرت لري.
خو امریکا غږ داسې ویډیوګانې ترلاسه کړي چې د بوکوحرام ډلې لخوا ثبت شوي دي. ویډیوګانې د بوکوحرام پر ډلې د یو برید په پایله کې له یو کمپیوټر څخه ترلاسه شوي دي.
په نایجیریا کی د بوکو حرام ترهګرې ډلی د دین او مذهب په نوم د مرګ او ورانیو لویې نښې پریښودلي دي.
خو د اسلام په څېر د سولې دین څنګه دغه ډول وحشت ته اجازه ورکوي؟
د بې دفاع نایجیریایانو پر وړاندې د بوکوحرام ډلې د ظلمونو په اړه د رئپوټونو د لړۍ لومړۍ برخه د بوکوحرامو د محاکمو په اړه ده.
یادونه: پام مو وي چې د ویډیو ځینې صحنې زړه لړزوونکې دي.