دبلوچستان ایالت د کویټې په پښتون آباد سیمه کې دیو جومات دننه بمي چاودنه شوې چې لږ تر لږه دوه کسان پکې وژل شوي او ۲۸ نور ژوبل شوي دي.
د کویټې د پولیسو مرستیال عبدالرزاق چیمه رسنیو ته وویل چې چاودیدونکي مواد په ریموټ کنټرول د جمعې د لمانځه پر وخت چاودلي.
ښاغلی چیمه وایي چې د کویټې په ښار کې ټولټال ۶۱۸ جوماتونه شته چې هر یو ته یې د پولیسو سرتیري لیږل او ددوي امنیت ساتل امکان نلري. چیمه وایي چې دا مهال د پولیس سرتیري یوازې د سلو جوماتونو امنیت ساتي.
د پولیسو دغه چارواکي همدرانګه وویل چې له لومړیو څیړنو داسې ښکاري چې په دغه پیښه کې دوه نیم کیلو چاودیدونکي مواد کارول شوي و.
د پيښې یو عیني شاهد امریکا غږ ته وویل: ما د جمعې لمانځه لپاره اودس کولو چې په جومات کې چاودنه وشوه. ما اودس پریښود او جومات ته ننوتلم، ګورم چې په جومات کې ګڼ شمیر خلک ټپیان شوي و.
سږکال د روژې په میاشت کې دا دویم ځل دی چې دغسې پیښه کیږي. له دې مخکې د کویټې په سټلایټ ټاون کې د یو جومات مخکې د پولیسو د ګزمې په یو موټر حمله شوې وه چې په کې ۴ سرتیري وژل شوي و.