د لاس رسي وړ اتصالات

'د بن غونډه دې د اداري فساد چاره وکړي'


'د بن غونډه دې د اداري فساد چاره وکړي'
'د بن غونډه دې د اداري فساد چاره وکړي'

د افغانستان د شفافیت د څار یا انټیګریټی واچ ټولنه وايي د بن له کنفراسن وړاندې افغان حکومت، نړیوال مرستندویان او هغه ادارې چې له اداري فساد سره په مبارزه کې ښکېلې دي، هڅوي ترڅو پدغه نړیوال کنفرانس کې د اداري فساد په ستونزه بحثونه وکړي او د نړیوالو مرستو د مصرف لپاره دې تګلارې جوړې شي.

دا اداره وايي له مدني ټولنې هم غواړي چې د بن په کنفرانس کې د مرستو په سمه لګولو ټینګار وکړي او د اداري فساد ستونزه دې یاده کړي.

د افغانستان د شفافیت د څار د رسنیو مسؤله کرولینا الفسن اشنا تلویزیون ته وویل د بن په کنفرانس کې، نړیوال نوره مرسته اعلانوي او افغان حکومت هم له نړیوالې ټولنې مرسته غواړي خو افغانانو ته مهمه دا ده چې راتلونکې کېدونکې مرسته د دوی په لومړیتوبونو مصرف شي او له اداري فساد خالي وي.

کرولینا الفسن:

‪"دا مونږ هېله لرو چې پدغه کنفرانس کې مطرح شي، اوس د امنیت د انتقال بهیر دی، مونږ خوښیږو چې هرڅه افغاني شي خو باید په ځېنو برخو کې فکر وشي، چې څنګه خدمات سم وړاندې کیږي، افغان حکومت ډېر څه کړي چې ظرفیتونه په داخل کې رامنځته کړي په ځانګړي ډول د مالېې وزارت ولې له نورو وزارتونو هم غواړو چې ورته ظرفیتونه را ایجاد کړي.‪"

د شفافیت د څار دا اداره چې په افغانستان کې د اداري فساد په اړه پلټنې کوي دا ډول د مدني ټولنې او افغان چارواکو ترمنځ د اداري فساد ورکولو په اړه یو لړ مناظرې هم په لاره اچوي، پدغه مناظره کې چې د روغتیا وزارت او کابل ښاروالۍ چارواکو د مدني ټولنې له استازو سره برخه لرله، د کابل ښاروالۍ یوه چارواکي وویل چې پراخ اصلاحات یې پيل کړي او د اداري فساد ستونزه تر ډېره د کابل په ښاروالۍ کې را کمه شوې ده.

XS
SM
MD
LG