د لاس رسي وړ اتصالات

په بوسنیا کې یو ډله ایز قبر پیدا شوی دی


په بوسنیا کې د جنايي چارو تحقیق کونکو یو ډله ایز قبر چې په سلګونو کسان په کښي ښخ شوي دي پیدا کړی دی او څاري یې. دا یو له غټو ډله ایزو قبرونه نه دی چې د ۱۹۹۲ کال د جګړې راهیسي پیدا کېږي.

لیجلا سینګیګ د لاردکه شویو کسانو د انسټیټوټ څخه چې په دې برخه کې کار کوي داسي وايي: ،،د انسانانو جسدونه لس میتره لاندي په خاورو کې ښخ شوي وو. د ځینو جسدونو سره یو شمیر د هویت اسناد هم پیدا شوي دي اوس مونږ ویلای شو چې دوي د بیسکانا، سینجنیکا ، ریزونیکا او کارپوها اوسیدونکي وو. قربانیان بوسنیایان او د کرویشیا ملکیان دي چې د ۱۹۹۲ کال په دروان کې د پریجیدور په سیمه کې وژل شوي دي.،،

تراوسه پوری ۳۶۰ کسه د یادشوي ډله ایز قبر څخه راایستل شوي دي او د مړو شیمر ښايي تر دې هم پسي لوړ سي.

چارواکي وايي چې اکثره دغه کرویشیایان او بوسنیایان د سربي سرتیرو له خوا په کمپونو کې وژل شوي دي.

ساود زیریک چې پخوانی بوسنیايي بندي دی په دې هکله داسي وايي ،،زه مي په خپل اکا ګانو پسي ګرځم. د خدای شکر دی چې یو اکا مي چې مهدي میرکالجي نومېږي پیدا شو او زه هیله لرم چې زما نور درې اکاګان هم پیدا شي. زمونږ نور خپلوان همسایګان او ملګري هم سته چې تر اوسه لادرکه دي.،،


چارواکي اوس د قرباینانو هویت د هغوي د ‌ډي ان له لارې معلوموي.
XS
SM
MD
LG