د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د تیلو د توئېدو مسئله جدي نیولې


توقع ده چې دامریکا جمهوررئیس د بلی هفتی په سرکې دمکسیکوخلیج ته ولاړشی چې ددی تفتیش وکړی چې ددغه خلیج دتیلو توئیدل د میسیسپی، الاباما او فلوریدا په ساحلی سیمو باندی څنگه اغیزه کوي.

سپینه ماڼۍ وايي، د بلی دوشنبی او سه شنبی په ورځ ددغه خلیج ساحلی سیمی ووینی.

دبی.پی دکمپنی لوړ رتبه مامور تونی هائی ورډ به بله هفته دولسی جرگی په استماعیه غونډه کې برخه واخلی چې ددغې کمپنی دکوښښونوپه باره کې به معلومات ورکړی چې څنگه دتیلو دتوئیدلو مخه نیسی.

یوه ورځ وړاندې ښاغلًي براک اوباما ددغې موضوع په اړه له هغه وروسته ډیر جدی الفاظ استعمال کړل چی ځینو په هغه باندی لدی امله انتقاد وکړ چی دی ستونزی ته یی ټینگه پاملرنه نه ده کړی.

ښاغلي اوباما په یوی مرکی کی چی په امریکایی ټلویزیونونو کی خپره شوه وویل چی دئ په سیمه کی د کب نیونکو او ماهرینو سره وغږید تر څو ورته پته ولگیږی چی په دی مسئله کی څوک ملامت دی او د هغه په خپل قول چا ته باید سزا ورکړی.

کله چی د جمهور ریس نه وپوښتل شول چی منقدین وایی په دی مسُله کی له سره تاسو دخیل نه وی، هغه په ځواب کی وویل چی دا کومه ډرامه نه ده، جمهور ریس زیاته کړه چی دا د هغه دنده نه ده چی د ټلویزیونی پروگرامونو د چلونکو لپاره تفریحی ډرامه جوړه کړی.

ښاغلی اوباما په دی مسُله کی په خپلی ونډی باندی ټینگار وکړ او وویل چی د مکسیکو په خلیج کی د تیلو په څاه کی د چاودنی وروسته چی د تیلو د توییدلو ستونزه پیل شوی تر اوسه پوری درۍ ځله هلته ورغلی دی.

هغه زیاته کړی چی دی سیمی ته د لومړی ځل لپاره مخکی له دی ورغلی و چی یو شمیر سیاسی ماهران اوس دا انتقادونه کوی چی گواکی دی موضؤع ته ما پاملرنه نه ده کړی.

XS
SM
MD
LG