د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا بي پي شرکت ته وروستی مهلت ټاکلی


د امریکا حکومت وايي، د بی.پی په نامه دانرژی شرکت دیکشنبی ترورځی پوری وخت لری چې دتیلو دمخنیوی لپاره یو ښه پلان دمکسیکو په خلېج کې هغه څاه په باب وړاندی کړی چې تیل ورنه توییږی.

دساحلی گارډ د بی.پی. شرکت ستر اجرائیه مامور ډاگ سوټلز ته یو لیک استولی دی او په هغه کې یې ورته نیټه ټاکلی ده.

دسمندری قواو برید جنرال جیمز واټسن په لیږلی لیک کې دبی.پی. دکوښښونو په باره کې اندیښنه ښودل شویده . دغه اقدام دتیری هفتی له اټکل نه وروسته وشو چې وايي، کیدای شی د تیلو توئیدل له هغه څه دوه برابره وی چې مخکی ئې فکرکیده.

سیانس پوهان اټکل کوی چې په ورځ کې څلویښت زره بیرله تیل په اوبو کې تویږی.

سوټلز وویل، دغه شرکت به دیکشنبی په شپه ځواب ووايي:

"دغه لیک او نیټه دخلیج ساحل ته دجمهوررئیس اوباما دڅلورم ځل له سفرنه دمخه لیږل شویدی. دغه تباهی داپریل په میاشت کې پیل شویده. ښاغلی اوباما به د دوشنبی او سه شنبی په ورځ په دغه سیمه کی وی چې میسسپی، الاباما او فلوریدا به ووینی".

جمهورریئس اوباما او دبریتانی صدراعظم ډیویډ کامرون پرون دشنبی په ورځ په دیرش دقیقه ئې تلیفونی خبرو کې دتیلو دتوئیدلو په باره کې وغږیدل. دواړو مشرانودا ومیله چې دبریتانی دتیلو شرکت بی.پی. باید خپله ټوله وسه وکړی چې دغې وضع ته په مؤثره توگه ځواب .

XS
SM
MD
LG