د لاس رسي وړ اتصالات

برازیل د زیکا ویروس د له منځه وړلو لپاره پوځ ګمارلی


په برازیل کې شاوخوا دوه سوه زره پوځیان چې بحري او هوایي ځواکونه هم پکې شامل دي، د هیوادو په لارو کوڅو کې خلکو ته د هغه غوماشي د له منځه وړلو لارې چارې ښیي چې د زیکا ویروس د یوه انسان نه بل انسان ته انتقالوي.

د زیکا ویروس په ماشومانو کې د مایکروسیفلي یا غیرې نورمال سر سره د پیدا کیدو اصلي عامل ګڼل کیږي.

د برازیل جمهور رئیسې دیلما روسیف د زیکا د ویروس د له منځه وړلو لپاره په ټول هیواد کې د خلکو نه غوښتي دي چې د پوځ سره دې همکاري وکړي.

دغه ویروس د امریکا په لویې وچې کې په زیاته اندازه خپور شوی. پخپله جمهور رئیسه روسیف هم د پوځ سره په کلیو کې ګرځیده او د خلکو نه یې د همکارۍ غوښتنه کوله.

" خلک باید وپوهول شي چې د زیکا ویروس د امیندواره میرمنو لپاره ډیر خطرناک دی او د هغوي لپاره ناوړه عواقب لري. تر اوسه د دې ویروس واکسین ندی جوړ شوی او همدا وجه ده چې مونږ کوښښ کوو هغه غوماشي له منځه یوسو چې د زیکا ویروس انتقالوي. "

د برازیل حکومت وایي دوه سوه زره وسله وال ځواکونه یې په ټول هیواد کې په دندو ګمارلي چې د زیکا د ویروس د ځانګړي غوماشي د له منځه وړلو لپاره خلکو ته لازمې لارښوونې وکړي.

د پوځ سره د روغتیایي چارو مسؤلین هم مله دي. تمه کیږي چې دغه ټیمونه به په درې سوه او پنځوس ښارونو کې شاوخوا درې میلیونه کورونو ته ولاړ شي او خلکو ته به هغه پاڼې ورکړي چې پکې ښودل کیږي څنګه خپل چم ګاونډ پاک وساتي او د وزیکا د ویرس انتقالونکي غوماشي له منځه یوسي.

په پایتخت ریو ډې جینیریو کې پوځ د اورګاډو په عمومي سټیشن کې د امریکا د مشهور سندرغاړي مایکل جکسن سندرې غږولې او خلکو ته یې د غوماشو د له منځه وړلو د لارښوونې پاڼې هم ورکولې.

د برازیل د دفاع وزیر الډو روبیلو هم چې د پوځ او جمهور رئیسې سره یې پدې کمپاین کې برخه اخیستې وه، وایي چې د زیکا د ویروس د انتقالونکې غوماشې په خلاف ملي مبارزه پیل شویده.

" مونږ ټول باید پوه شو چې د دغه غوماشي له منځه وړل زمونږ د مهمو کارونو په سر کې راځي. مونږ نن راوتلي یو چې د دغه غوماشي د خپریدو مخه ونیسو. "

د ایدیس آیګپتي په نامه دغه ځانګړي غوماشي چې د زیکا ویروس انتقالوي، تر ډیره حده د خلکو په کورونو کې ژوند کوي. او حتی کولی شي چې په ډیرو لږو اوبو کې هم هګې واچوي. زاړه ټایرونه، ګلدانیان، د مرغیو په قفسونو کې د دانې ځانګړې کاسې او د باران اوبه هغه ځایونه دي چې اکثره دغه غوماشي پکې هګۍ اچوي.

تر اوسه نده معلومه چې برازیل ته د زیکا ویروس له کومه ځایه ورغلی خو د روغتیایي چارو مسؤلین وایي، ښایی دا ویروس د هغو سیلانیانو سره راغلی وي چې په 2014 کال کې د فوټبال د نړیوال جام د سیالیو لپاره هغه هیواد ته ورغلي و.

د ایدیس آیګپتي غوماشي د زیکا ویروس په ټول برازیل او شلو نورو هیوادونو کې خپور کړی. د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو اچ او پدغو هیوادونو کې نړیوال بیړنی حالت اعلان کړی.

د برازیل د روغتیا وزارت د همدې تیرې جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د پروسږکال د اکتوبر د میاشتې راهیسې په ټول هیواد کې پنځه زره او نهه اویا ماشومان د غیرې نورمال سرونو سره پیدا شویدی. دغه وزارت وایي چې د دې جملې نه 41 قضیې یې د زیکا د ویروس سره تړلې دي.

XS
SM
MD
LG