د لاس رسي وړ اتصالات

آیا د اروپايي اتحاد نور غړي په ټولنه کې پاتې کیږي؟


جان کېري نن لندن ته پداسې حال کې سفر کوي چې هلته سیاسی حالات ستونزمن ښکاري
جان کېري نن لندن ته پداسې حال کې سفر کوي چې هلته سیاسی حالات ستونزمن ښکاري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی جان کېري نن په بروکسل کې د اروپايي ټولنې له سترو قدرتونو جرمنې، فرانسې او اېټالېې له مشرانو سره د کتنې پر مهال په دې خبرې بحث وکړ چې اوس چی برتاینه له اروپایي اتحاد څخه ووتله نو د اروپایي اتحاد د پاتې هیوادونو دپاره به راتلونکی پلان څه وي؟

هغه وویل پکارده هغه گټې خوندي وساتو چې زموږ ترمنځ مشترکې دي. هغه وویل، "تر ټولو مهم کار دادی چی موږ ټول مشران په گډه کار وکړو او په خپلو کارونو کې چې څومره تداوم ، ثبات او یقینی حالت منځته راوستلی شو راېې ولو. د مارکېټ د ثبات لپاره داسې لارې چارې شته دي چی گډوډي کموي او په هوښیارۍ سره پر مخ ولاړشي. "

جان کېري نن لندن ته هم پداسې حال کې سفر کوي چې د محافظ کار صدراعظم ډېوېډ کېمېرون د استعفی تر اعلان وروسته هلته سیاسی حالات هم ستونزمن ښکاري.

ښاغلی کېري به د برتانیې د بهرنیو چارو له وزیر فېلېپ هاموند سره هم وگوري.

د سکاتلند د واکمن گوند مشرې د برتانیې مشران د بې کفایته مشرانو په توگه وغندل.
د سکاتلند د واکمن گوند مشرې د برتانیې مشران د بې کفایته مشرانو په توگه وغندل.

خو تلونکی صدراعظم، ډیویډ کمرون، نن د خپلې کابینی مجلس دایروي او پارلمان بیرته ددې لپاره دایریږی چی له اروپايی اتحاد نه د برتانیی په وتلو غور وکړي.

بل پلو، د برتانیې د مخالف کارگر گوند په لیکو کې هم د دغه گوند د مشر جیریمی کارباین د استعفی غږ شوی. پرهغه دا پړه اچول شوې چی د بریکزیټ د مخنیوي یعنې د برتانیې د وتلو په خلاف د ملاتړ په راغونډولو کې پاتی راغی.

سټیفن کېنک، د کارگر گوند او پارلمان غړي پدې اړه وویل، "زما په نظر باید د محافظ کار گوند نوی مشر د عمومی انتخاباتو اعلان وکړی. هغه ستره پوښتنه چې ښاغلی جیرېمی ېې باید ځواب ووايی داده چی ایا دی زموږ د گوند د مشرتابه وړتیا لري چې په عمومي انتخاباتوکې زموږ مشري وکړي. "

د سکاتلند د واکمن گوند مشرې د برتانیې مشران د بې کفایته مشرانو په توگه وغندل. هغې وویل دادشرم وړ خبره ده پکارده موږ عملی اقدام وکړو. هغې وویل، " دلته دا بشپړه بې نظمي او گډوډي د شرم وړ ده. محافظه کار او کارگرگوند په بشپړ ډول خپلو مسولیتونو ته شا کړې.هغوی د ټولې برتانیې خلک مایوسه کړل. "

سکاټلنډ راېه ورکړې وه چې برتانیه له اروپايی اتحاد نه ونه وزی. هغې خبردارې ورکړچی داسې لارې چارې به ولټوی چې سکاټلنډ په اروپايی اتحاد کې پاتې شی. سکاټلنډ دا امکانات هم لټوی چی د خپل استقلال لپاره نظر پوښتنه وکړي. جالبه دا ده چې د بیا نظر پوښتنې دپاره یو درخواست درۍ ملیونو نه زیات ملاتړي موندلي دي.

XS
SM
MD
LG