د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیا رسماً له اروپايي ټولنې څخه ووتله


تر درې نیم کاله مذاکراتو او سیاسي جنجالونو وروسته بریتانیه پرون جمعه پر رسمي ډول له اروپايي ټولنې څخه ووتله.

د رویټز خبري اژانس د راپور له مخې له اروپايي ټولنې څخه د برتانیا د وتلو په مناسبت یو شمیر ملاتړي یې د خوشالۍ په ښودلو د دغه هیواد د پارلمان مخې ته راټول شوي و.

د برتانیې صدراعظم له اروپايي ټولنې څخه د دغه هیواد وتل یوه تاریخي پرېکړه بللې او پر خلکو یې د یووالي غږ کړی دی.

برتانیه له تېرو ۴۷ کلونو راهیسي د اروپايي ټولنې غړې وه.

په اروپايي ټولنې کې د برتانیا استازي هم له دغې ټولنې څخه خپلو کورونو ته ستانه شوي. له دغې اتحادیې څخه د برتانیا د تلو بهیر ډېر لانجمن وو او په ترڅ کې يې د برتانیا دوه صدراعظمانو هم استعفاوې وکړې.

د برتانیا د وتلو لپاره د جنوري ۳۱ نیټه اعلان شوې وه.

د چهارشنبې په ورځ د اروپايي اتحادیې پارلمان خپل ۷۳ برتانوي همکارانو ته د خدای پامانۍ مراسمو برابر کړي وو.

د اروپايي اتحادیې په پارلمان کې د بریکزت ملاتړو دا کار ستایلی دی. ناجل فاریج په دغې ټولنې کې د برتانیا استازی و. هغه وايي "موږ ځو، آزادي، دیموکراسي او خپل حکومت، موږ وګټله."

خو د دغې معاملې یو شمېر منتقدین بیا خواشيني دي. د اروپايي اتحادیې په پارلمان کې د بلجیم استازی ګوی ورهاوشتادت وايي "ټول به د برتانیا استازو پسې خفه وي، ټولو پسې نه، د بیلګې په توګه زه فکر نه کوم موږ ښاغلي فاریج پسې خفه شو، خو نورو ټولو پسې، هو."

په اروپايي ټولنې کې د امریکا پخوانی سفیر چارلي ریز وايي: "ډېر خلک دا فکر کوي چې د تېرو دریو، دریو نیم کلونو بحث په نتیجه کې بریکزت وشو، څه شان بریکزت دی، هر څه سره سم دي، دا کار تراوسه بشپړ شوی نه دی. په حقیقت کې د برتانیا او اروپايي اتحادیې ترمنځ د اړیکو نوي بعدونه پیل شول."

د یوه راپور په اساس د مذاکراتو په نامعلوم جریان کې برتانیا نږدې پنځه اعشاریه پنځه میلیارد ډالر کلنی ناخالص عاید له لاسه ورکړی دی.

د برتانیا صدراعظم بوریس جانسن چې د پنجشنبې په ورځ یې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر میلمه وو، د ۲۰۲۰ کال تر پای له اروپايي اتحادیې سره مذاکرات ناشونې وبلل.

جانسن غواړي چې له اروپا څخه بهر، امریکا سره ډیر ژر سوداګریز توافق ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG