د لاس رسي وړ اتصالات

د کاپیسا په پخوني والي باندې د بهرنیو هیوادونو د سفیرانو د وژلو تور


د بریتانیا سفیر وایي یو پخواني افغان والي د بریتانیې، امریکا او فرانسې د سفیرانو د وژلوپه دسېسه کې لتاړښکاري

د بریتانیا سفیر ولیم پیټې چي په افغانستان کي یې د خدمت موده په ختمیدو ده وایي په یو پخواني افغان والي باندي د بریتانیا، امریکا او فرانسې د سفیرانو د وژلو د دسیسې د جوړولو تورتر یوې اندازې پورې واقعیت لري.

دا خبره ښاغلي پېټي پرون برتانوي خبریالانو ته وکړله. د وال ستریت ژورنال ورځپاڼه وایي، امریکایي تحقېق کوونکي تور لګوي چې پخوانی والي غلام غوث ابوبکر په دوه زره نهم کال کي په کاپیسا کي په یوه ځانمرگي برید کي د دوو امریکایي نظآمېانو په وژنه هم تورن دی.

د برتانېې سفیر زیاتوي چي په دوه زره نهم کال کي ، د کاپیسا والي غلام غوث ابوبکر د استازو د وژنې د دسیسې په جوړولو کي لاس درلود، خو د شواهدو د نشتوالي له امله په هغه رسمي تور ونه لګول شو.

د والي ابوبکر زوم، د ولسي جرګې غړی اقبال سافی وایي، جمهور رئیس کرزي د شواهدو د نشتوالي له امله د نړیوالو لخوا د والي د محاکمه کولو غوښتنه رد کړې وه.

XS
SM
MD
LG