د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان او برتانیه د استخباراتو په شریکولو غږیږي


پاکستان او برتانیه د استخباراتو په شریکولو غږیږي
پاکستان او برتانیه د استخباراتو په شریکولو غږیږي

د برتانیې د کورنیو چارو وزیرې ټیریسا مې او د پاکستان جمهور ريس آصف علي زرداري د ترهګرئ پر ضد د خپلو استخباراتي ادارو تر منځ د همکارﺉ په پراخولو زور اچولی دی.
آصف زرداري د برتانیې په سفر بوخت دی.
د ښاغلي زرداري ویاند فرحت لله بابر نن په لندن کې خبریالو ته وویل چې د کورنیو چارو وزیرې سره په دوه اړخيزو اړیکو باندې د خبرو په وخت د پاکستان جمهور ريس د دواړو هیوادونو تر مینځ تاریخي اړیکو باندې رڼا واچوله او د سترتیژیکې همکارﺉ د قوي کولو په اړتیا یې ټینګار وکړ.
جمهور ريس زرداري د جمعې په ورځ د برتانیې د صدراعظم ډیوډ کیمرون سره ولیدل.

دا په پاکستان کښې د القاعدې د مشر له وژل کېدو وروسته د دواړو ملکونو د مشرانو تر منځ لومړۍ کتنه ده.

دواړو خواوو د ترهګرئ پر ضد د جګړې د جاري ساتلو ژمنه وکړه.
د پاکستان او لویدیځ تر منځ اړیکې د بن لادن د وژل کېدو نه وروستو خړې پړې شویدي.

پاکستان احتجاج کړی وو چې دا برید د پاکستان د خپلواکئ نه سرغړونه وه.
تیر کال د برتانیې صدراعظم ډیوډ کیمرون هندوستان ته د خپل سفر په وخت پر پاکستان باندي انتقاد کړی و چې نړۍ ته تروریزم لیږدوي او پر اسلام آباد یې دا تور لګولی و چې په یوه وخت هم له نړیوالې ټولنې او هم د نړیوالې ټولنې له مخالفینو سره اړیکې ساتي.

XS
SM
MD
LG