د لاس رسي وړ اتصالات

د برطانیې شهزاده د امریکایي اداکارې سره کوژده وکړه


د کوژدې د اعلان نه وروسته شهزاده هیري او نامزادې یې یو ځای عکسونه واخیستل.
د کوژدې د اعلان نه وروسته شهزاده هیري او نامزادې یې یو ځای عکسونه واخیستل.

د برطانیې شهزاده هیري د یوې امریکایي اداکارې میگن مرکل سره کوژدن په رسمي توگه اعلان کړه.

د هیري پلار چارلس د دوشنبې په ورځ د خپل زوي د کوژدن اعلان وکړ. په دغه اعلان کې ویل شویدي چې د شهزاده هیري واده به د ٢٠١٨ کال په پسرلي کې وشي.

د کوژدې د اعلان نه وروسته شهزاده هیري او نامزادې یې د کیننگسټن په محل کې یو ځای عکسونه واخیستل.

په دغه اعلامیې کې ویل شویدي چې د شهزاده هیري او د میگن کوژده په لندن کې د میاشتې په لومړنیو ورځو کې شویده.

د میگن مورپلار د شهزاده هیري سره د خپلې لور په کوژده خوشحالي څرگنده کړیده.

امریکایي اداکارې میگن څو میاشتې مخکې د شهزاده سره د خپل تعلق او مینې په هکله لیکلي و او ویلي یې و چې دواړه د واده اراده لري.

د یادونې وړ ده، شهزاده هیري د شاهي کورنۍ د مشهورې څیرې لیډي ډیانه کشر زوی دی.

XS
SM
MD
LG