د لاس رسي وړ اتصالات

د بریتانیا پوځ د مشترک المنافع هېوادونو د وګړو پر ګمارنې بندیز ختم کړ


برتانوي سرتیري
برتانوي سرتیري

بریتانیا هغه بندیز لغو کړ چې په خپل پوځ کې یې د مشترک المنافع هیوادونو اوسیدونکو ته د شمولیت اجازه نه ورکوله.

د بریتانیا حکومت د دوشنبې په ورځ (نوامبر ٥) وویل چې د مشترک المنافع هیوادونو اتباع کولای شي ددې هیواد په پوځ کې جذب شي حتی که هغوی په بریتانیا کې هم نه اوسیږي. بریتانیا پدې توگه غواړي چې د خپل پوځ تش ځایونه ډک کړي.

کامنویلت یا د مشترالمنافع هیوادونو په اتحاد کې د استرالیا، کاناډا او هند په گډون ٥٣ هیوادونه شامل دي. ددغو هیوادونو نوی اتحاد په ١٩۴٩ کال کې د لندن د اعلامیې په بنسټ په رسمي توگه تاسیس شو. د بریټیش کامنویلت اساس په ١٩٢٦ کال کې ایښول شوی دی چې اکثر هیوادونه یې د بریتانیا پخوانۍ مستعمرې دي.

د بریتانیا د دفاع وزیر پارلمان ته په یوه اعلامیه کې ویلي چې د مشترک المنافع هیوادونو اوسیدونکو ته په پوځ کې د شمولیت لپاره په بریتانیا کې د پنځه کلنې اوسیدنې مقرره لغو شوې ده.

ښاغلي لنکاستر ویلي چې "د ټولو مشترک المنافع هیوادونو اوسیدونکي درخواستونه ورکولای شي"، هغه زیاته کړې چې د "وسله والو ځواکونو د حجم د تغییر" لپاره اصلاحات رامنځ ته شوي دي.

د هغه په وینا د درخواست ورکوونکو عمرونه باید له ١٨ کالو اوچت وي، پداسې حال کې چې بریتانویان په ١٦ کلنۍ کې کولای شي په پوځ کې شامل شي.

په ٢٠١٦ کې تصمیم نیول شوی و چې هر کال د مشترک المنافع هیوادونو ٢٠٠ پرسونل کولای شي د بریتانیا د پوځ کمبودۍ ډکې کړي. اوس دغه شمیر ١٣٥٠ تنو ته لوړه شوې چې ددغو هیوادونو اوسیدونکي په سمندري، ځمکنیو او هوایي ځواکونو کې جذب شي.

د سږکال په لومړیو کې د بریتانیا د حکومت د څارنې د خپلواکې ادارې د ملي تفتیش دفتر رپوټ موندلي چې ددې هیواد د پوځ ٥،٧ فیصده تشکیلات د افرادو له کمبود سره مخامخ دي. رپوټ دا هم ویلي چې په پوځ کې د ١٠٦٠٠ تنو جذبولو ته اړتیا ده چې د "یوې لسیزې" دغه ستر خلا ډکه کړي.

XS
SM
MD
LG