د لاس رسي وړ اتصالات

ډیویډ کمیرون د تروریستي پېښه وروسته بیړنۍ غونډه کړې


د بریتانیې لومړی وزیر ډېویډ کیمرون د پنجشنبې په ورځ د بحران یوه بیړنۍ غونډه راوبلله. دغه غونډه په لندن کې د چارشنبې د ورځې د پېښې وروسته راوبلل شوه چیري چې یوه کس په ېوې تروریستي پېښه کې ووژل شو.


د پېښې قرباني چې ویل کېږي د بریتانیې د پوځ غړی دی، د چارشنبې په ورځ د لندن د وولریچ په سیمه کې د یوې نظآمي اډې دباندي د دوو کسانو له خوا چې چړې ورسره وې، په نښه کړل شو.

د لندن یوه اوسیدونکی احمد جمعه د پېښې د قرباني د درناوي دپاره هغه ته د ګلو ګېډی وروړې. ،،زه تل ددغې لارې څخه تېریږم. زه د دې پېښې له امله متاثره شوی یم . نه پوهېږم چې نور څه وکړم خو دا مي لږ تر لږه په وسه پوره دي چې د پېښې قرباني ته د ګلو ګېډی راوړم.،،

پولیسو د پېښې په تړاو دواړه مشکوک کسان ویشتلي دي او اوس مهال یې په روغتون کې درملنه کېږي.

عیني شاهدان وايي چې د برید کونکو له ډلې نه یوه یې د برید وروسته د حکومت ضد شعارونه ورکول.

د بریتانیې د کورنیو چارو وزیره وايي چې د چارشنبې د ورځې د برید وروسته په ټول لندن کې د نظامي اډو دباندي امنیتي تدابیر زیات شوي دي.،،دغه برید په بریتانیا کې پر ټولو شوی دی او د هرې ټولنې خلګ به یې غندي. مونږ د پېښې قرباني ته دعا کوو او د هغه د کورنۍ سره خواخوږي څرګندوو. مونږ د دې نه مخکي هم د بریتانیې په لارو کوڅو کې ترهګري لیدلې ده او تل یې پر ضد راپاڅېدلي یوو. دغه راز د غندنې وړ اعمالو ترسره کونکي به بې سزا پاته نشي.،،


د سکاټلنډ یار د ترهګرۍ ضد قطعه د چارشنبې د ورځې د برید تحقیقات کوي. مطبوعاتي سرچینې وایي چې دواړه حمله کوونکي افریقایې الاصله بریتانوي اتباع دي خو لا معلومه نه چې په اصل کې د کوم افریقایې هیواد مهاجر وو.
XS
SM
MD
LG