د لاس رسي وړ اتصالات

بروني د همجنسبازانو د سنګسار قانون پلی کوي


د بروني سلطان حسن البلقیه عام او تام صلاحیت او واک لري

په بروني کې د زنا او همجنسبازانو د سنګسار قانون د چهارشنبې له ورځې (اپریل۳) پلی کیږي.

دا قانون څو ورځې مخکې د دغه هېواد سلطان "حسن البلقیه" توشیح کړ چې په نړیواله کچه یې دبشري حقونو د ځینو سازمانونو انتقادونه او اندېښنې راوپارولې. دغه نوې مادې د بروني د شرعي قانون د جزا د قانون برخه شوه.

سلطان په ۲۰۱۴ کال کې منلي وو چې دغه مادې به د قانون برخه ګرځوي. تر ۲۰۱۴م مخکې هم په بروني کې همجنسبازانو ته سزا ورکول کېده او آن تر ۱۰ کلونو پورې بندیان کېدل.

همدغه راز هغو ښځو ته هم سزا ورکول کېده چې له شرعي نکاح پرته به مېندوارې کېدلې. او هغوی ته هم سزا ټاکل شوې وه چې د جمعې د ورځې لمونځ به یې نه کاوه.

د نوي قانون له مخې، په بروني کې به د سنګسار حکم پر غیر مسلمانانو هم تطبیق کېږي. همدغه راز د غلو لاس به پرې کیږي او که د دویم ځل لپاره هم د غلا په تور محکوم شو، چپه پښه یې پرې کیږي.

د همجنسبازانو د ټولنې یو غړي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی اسوشیتډپرس ته ویلي دي چې په بروني کې د هغوی جنسي هویت یوه تابو ده او باید پټ وساتل شي.

د بروني دغه نوی قانون د یو شمېر هېوادونو، بشري حقونو او یو شمېر وتلو څېرو او د سازمانانو اندېښنې هم پارولي دي. دوی دا قانون غندلی دی.

د پنجشنبې په ورځ امریکا هم د برتانیا، جرمني او فرانسې سره خپل غږ ور غبرګ کړ او د بروني له حکومت څخه یې وغوښتل چې دا قانون پلی نکړي.

مګر په بروني کې دننه د دغه قانون په ضد کوم غبرګون نه دی ښودل شوی. دغلته سلطان د دولت عام او تام صلاحیت او واک په لاس کې لري او د هغه د حکم او فرمان غندل یوه نادره خبره بلل کیږي.

بروني د اسیا په سویل ختیځ کې ده چې د تیلو ښې زیرمې او شاوخوا ۴۳۰۰۰۰ نفوس لري چې دوه په درېیمه برخه یې مسلمانان دي.

XS
SM
MD
LG