د لاس رسي وړ اتصالات

کندوز کې د سلو ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړیږي


د کندوز په ولسوالیو او لرې پرتو سیمو کې لا هم داسې ښوونځي شته چې زده کوونکي یې په ازاده فضا کې د ونو د سیورو او یا خیمو لاندې زده کړې کوي، د معارف ریاست او سیمه ییزې دولتي ادارې له خوا په دغه ولایت کې د سلو ښوونځیو د ودانیو د جوړولو د بنسټ ډبرې کیښودل شوې.

د ښوونځیو دغه ودانۍ به د راتلونکي لمریز کال په موده کې بشپړې شي، چې په سلګونو زده کوونکي به په کې زده کړو ته دوام ورکړي.

د کندوز د معارف ریس نجیب الرحمن ثاقب وايي چې اکثر هغو ښوونځیو ته لومړیتوب ورکړل شوی چې چې ودانۍ یې نه درلودې د او په راتلونکي کال کې به ورته ودانۍ جوړې شي، هغه زیاته کړه چې ددغو ښوونځیو د ودانیو د جوړولو لګښت له بیلا بیلو اړخونو څخه تمویلیږي. " ددغو سلو ښوونځیو له ډلې ۸۵ ښوونځي د نړیوال بانک له لوري جوړیږي."

د کندوز د ولایتي شورا ریس محمد یوسف ایوبي وویل چې که په راتلونکي یو کال کې د سلو ښوونځیو ودانۍ جوړیږي نو فکر کوي چې دا به د معارف په برخه کې د زده کوونکیو او استادانو د ستونزو د حل وروستۍ مرحله وي

د کندوز والي عبدالجبار نعیمي هم پر خلکو غږ وکړ چې د کندوز خلک بختور دي چې د سلو ښوونځیو د ودانیو د جوړولو چارې یې پیل کیږي، او زیاته یې کړه چې خلک باید له داخلي او خارجي موسیساتو سره همکاري وکړي چې یو ځل بیا له دغه ولایت څخه وتلو ته زړه ښه نه کړي.

د ښوونځیو یو تن زده کوونکی محمد یوسف چې په یو شخصي ښوونځي کې زده کړې کوي وايي چې که د ټول هیواد ماشومان ددوي په څیر ښوونځیو کې زده کړې وکړي نو خوښ به شي " په کندوز کې د ښوونځیو د ودانیو جوړول یو نیک ګام دی او په راتلونکي کال کې به زده کوونکي ښایسته ښوونځي ولري."

د کندوز د سقوط پر وخت له دغه ولایت څخه ټولې نړیوالې خیریه موسیسې وتلې وې.

هغه زیاته کړه چې وسله وال کسان باید ښوونځي، صحي مرکزونه، او جوماتونه د سنګرونو په څیر استعمال نه کړي.

په کندوز کې د جګړو له امله په کلیوال سیمو کې یو شمیر ښوونځي تړل شوي او په ودانیو کې یې سنګرونه جوړ شوي، اکثر وخت د دولت مخالف وسله وال کسان د خلکو له کورونو، جوماتونو او ښوونځیو څخه د سنګرونو په څیر استفاده کوي.

په کندوز کې ۵۰۹ تعلیمي مرکزونه موجود دي چې په کې تر ۳۰۰ زرو زیات نجونې او هلکان په ابتدايي، منځنیو، ثانوي او نیمه لوړو زده کړو بوخت دي.

XS
SM
MD
LG