د لاس رسي وړ اتصالات

د بورکینافاسو په بریدونو کې شاوخوا ۲۰ تنه ووژل شول


بریدګرو ۱۲۶ کسان یرغمل کړي وو.
بریدګرو ۱۲۶ کسان یرغمل کړي وو.

د بورکینافاسو حکومتي مامورین وایي، په پایتخت کې د یو مجلل هوټل محاصره نن شنبه په داسې حال کی ختمه شوه چې ۲۰ کسان په کی ووژل شول.

مشکوکو وسلوالو د جمعې په ورځ په دغه هوټل برید وکړ، هغوی لومړی د موټر بمب چاودنه وکړه او بیا هوټل ته ننوتل.

په برید کې درې بریدګر هم وژل شوي دي.

یو عیني شاهد یانیگ سواډوگو وویل" مونږه د دوی خبرې واورېدې چې خپلو کی غږېدل. دوی د خلکو شاوخوا گرځېدل او هر یو ژوندی کس به یی چه لیده ، هغه به ویشته. د لوګیو دلاسه زما او د نورو کسانو سا بندېده. مونږه د دروازې خوا حرکت وکړو. هیڅوک مې د باندې ونه لیده، نود یوې ماتی کړکۍ نه راووتم."

چارواکو د شنبې په ورځ وویل ۱۲۶ کسه یرغمل شوي وو او د ماښام تر اوه بجو هیڅوک و نه لیدل شو چې را وتی وي، خو اوس یرغمل شوي کسان ازاد شوي دي.

د محاصرې نه څو ساعته وروسته د بورکینافاسو امنیتي ځواکونه په ښار کې ګرځېدل او هر څه یی لیدل چې ډاډه شي کوم وسله وال چېرې پټ نه وي.

د استخباراتي ډلې په ویبپاڼه کې چې د جهادیانو فعالیتونه څاري لیکل شویدي چې د، عقیم، په نامه له القاعدې سره تړلې یوې ډلې د برید مسولیت په غاړه اخستی دی.

XS
SM
MD
LG