د لاس رسي وړ اتصالات

سوچي په ملګرو ملتونو کې پر خپل هیواد غږ کړی چې یو موټی شي


د برما د دیموکراسۍ مشرې میرمن آنګ سا سوچي د خپل هیواد د مشرانو نه غوښتلي دي چې د ملک د ښیرازۍ لپاره دې لاسونه یو کړي. هغې چې پرون د جمعې په ورځ یې په ملګرو ملتونو کې لنډه وینا کوله وویل ددې وخت رارسیدلی دی چې د برما خلک پخپل هیواد کې د دیموکراسۍ د راوستلو لپاره مسؤلیت پخپله غاړه واخلي. د ملګرو ملتونو د عمومي دفتر نه د امریکا غږ خبریالې مارګریټ بشیر پدې اړه دا رپوټ رالیږلی.

پدې تیرو څو لسیزو کې دا لومړی ځل دی چې د برما د دیموکراسۍ مشره میرمن آنګ سا سوچي د ملګرو ملتونو عمومي دفتر ته ورځي. تمه کیږي چې د برما ولسمشر ښاغلی تین سین به هم څو ورځې وروسته د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې کې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ وینا وکړي.

د میرمن سا سوچي نه وپوښتل شول چې په ملګرو ملتونو کې د وینا په خاطر هغې هغه څه ونه ویل چې پکار وه پخپله د برما ولسشمر ویلي ؤ. آنګ سا سوچي وایي خلکو ته پکار ده چې دا ډول فکر ونکړي:" زه فکر کوم چې دې ټکي ته پکار ده چې د ګډ هدف په سترګه وکتل شي. که مونږ ټول غواړو چې په برما کې دې ریښتینې دیموکراسي راشي نو پکار ده چې په ګډه کار وکړو او دیته ونه ګورو چې په ملک کې دننه او یا د ملک نه بهر زمونهږ شخصیتونه څه ډول اغیزه لري. "

په برما کې د پوځي واکمنۍ پر وخت د دیموکراسۍ دغه مبارزه د ډیرو کلونو پورې پخپل کاله کې نظربنده وه. هغه وایي په برما باندې د امریکا د بندیزو لیرې کیدل یو ښه خبر دی او دا یې هرکلی کوي: " اوس د دې وخت رارسیدلی چې د برما ولس پخپل هیواد کې د دیموکراسۍ د راتګ لپاره مټې راونغاړي او دا مسؤلیت پخپله غاړه واخلي. زه د امریکا د کانګریس نه مننه کوم چې د څو کالونو راپدیخوا یې زمونږ د غورځنګ سره مرسته کړیده خو اوس پکار ده چې د ملګرو په مرستۍ او همکارۍ سره دا مسؤلیت مونږ پخپله په غاړه واخلو. "

میرمن آنګ سا سوچي همدارنګه پرون د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بانکي مون سره وکتل. ښاغلي بان وویل چې اوس سا سوچي په ټولې نړۍ کې د بشري حقونو سمبول ګرځیدلې ده. بانکي مون وویل مونږ د میرمن آنګ ساسوچي نه تمه لرو چې د خپل ولسمشر ښآغلي تین سین سره یو ځای په ملک کې د روغې جوړې ، پرمختګ او دیموکراسۍ لپاره په ګډه هلې ځلې وکړي.

میرمن آنګ ساسوچي په ملګرو ملتونو کې د برما د استازو سره هم وکتل او د هغوي نه یې وغوښتل چې په هیواد کې د دیموکراسۍ او نورو بدلونو کې پوره ونډه واخلي او مرسته ورسره وکړي.
تمه کیږي چې د اتلانتیک شورا به هم میرمن آنګ ساسوچي ته د کال د غوره شخصیت میډال ورکړي. د چارشنبې په ورځ د امریکا د متحده ایالاتو هغې ته د طلا میډال ورکړو.
XS
SM
MD
LG