د لاس رسي وړ اتصالات

میرمن آنګ سان سوچي د نظربندې نه آزاده شوله


میرمن آنګ سان سوچي د نظربندې نه آزاده شوله
میرمن آنګ سان سوچي د نظربندې نه آزاده شوله

د برما ددیموکراسۍ مشره ( آنګ سان سوچي ) نن د شنبې په ورځ د خپل کور نه چي د یوه جهیل په غاړه دی راووتله او په سل ګونو طرفدارانو، ژورنالیستانو او دیپلوماتانو یې هرکلی وکړ.

پولیسو د هغې د کور مخي ته اچول شوي خنډونه لیري کړل او د اردو چارواکي یې کورته ننوتل او د هغې د خوشي کیدو فرمان یې ولوست.

د بلواګانو ضد پولیس چی په لاریو کي یې ګزمې کولې، د هغې د خوشي کیدو نه وروسته د سیمي نه ووتل.

د نوبل د سولي ګټونکې دغه مشره د خپل کور په دروازه کي مسکۍ ولاړه وه او خلکو ته یې لاسونه ښورول. د برما نظامي حکومت هغه اووه کاله په کور کي نظر بنده کړې وه.

هغې خلکو ته چي خوشحالي یې څرګندوله وویل چي دا به سبا د یکشنبې په ورځ ددیموکراسۍ د پاره د خپل نیشنالیست ګوند په مرکزي دفتر کي وینا وکړي . او بیا بیرته کورته ننوتله.

د امریکا جمهوررئیس براک اوباما هم د نړۍ په هغو مشرانو کي یو تن و چي نن یې د ( آنګ سان سوچي ) د خوشي کیدو هرکلی وکړ.

( آنګ سان سوچي ) د تیرو ٢١ کالو نه ١٥ کاله په یو یا بل ډول بند کي تیر کړي دي.

هغه شپږ وروځي وروسته له هغه آزاده سوه چي له شلو کالو نه وروسته په برما کي لومړني انتخابات وسول.

د نړۍ مشرانو د برما د دیموکراسۍ د مشري ( آنګ سان سوچي ) د نوي ترلاسه شوي آزادۍ ستاینه کړې ده. هغه نن د شنبې په ورځ په رنګون کي د کور د نظر بندۍ نه خوشي شوه.

د امریکا جمهوررئیس براک اوباما ( آنګ سان سوچي ) " یوه قهرمانه " وبلله او ویې ویل چي دغي ٦٥ کلني مېرمني چي د نوبل د سولي جایزه یې هم ګټلې ده

په برما او په ټوله نړۍ کي د بشري حقوقو فعالین هڅولي دي. هغه وویل چي

( آنګ سان سوچي ) چي د ٢١ کالو نه یې ١٥ کاله په قید کي تیر کړي دي، باید ډیر پخوا لا آزاده شوې وای او د برما د حکومت نه یې وغوښتل چي ټول ٢٢٠٠ سیاسي بندیان دي خوشي کړي.

د نړۍ د متقاعدو مشرانو ډلي چي د مشرانو ډله نومیږي هم د هغې خوشي کیدل ستایلي دي. د جنوبي افریقا د کلیسا لوی پادري ( دیسماند تو تو ) چي ددې ډلي مشر دی وویل چي " آنګ سان سوچي د اخلاقي جرات یوه نړۍ واله نښه او سیمبول دی. "

XS
SM
MD
LG