د کلیفورنیا ایالت کې وروستۍ اور لګیدنې تر اوسه په سلهاو کیلومتره مربع ځنګلي سیمې سوځولي او د اوسیدو زرهاو ځایونه یې ویجاړ کړي دي.
د کالیفورنیا نه قابو کیدونکی اور
۱
دغه اور ته د ټوماس نوم ورکړل شوی او د کالیفورنیا ایالت په تاریخ کې پنځمه لویه اور لګیدنه ده.
۲
دغه اور د کالیفورنیا ایالت د سانتان آنا، سانتا باربارا، ونتورا، اوهای او ځینو نورو سیمو کې ډیرې ویجاړۍ رامنځته کړې دي.
۳
د سانتا آنا سیمې زورورو بادونو د اطفائیې کارکونکي له ستونزو سره مخامخ کړي او په اسانۍ نشي کولای دغه اور قابو کړي.
۴
د کالیفورنیا ایالت یو شمیر اوسیدونکو د خپل هر څه له لاسه ورکړي.