د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل د پارلماني انتخاباتو رایې باطلې اعلان شوې


د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمیسیون په کابل کې د ولسي جرګې د انتخاباتو ټولې رایې باطلې اعلان کړې او د انتخاباتو خپلواک کمیسیون یو شمیر کارکوونکي یې د نقدي جریمو ترڅنګ له دندې ګوښه کړي دي.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ویاند علي رضا روحاني د پنجشنبې په ورځ (لیندۍ/قوس ۱۵) خبریالانو ته وویل، چې د دغه کمیسیون چارواکو، د کابل په ولسي جرګې انتخاباتو کې د پراخو انتخاباتي درغلیو او جرمونو له امله، د کابل ولایت د ټولو رایو د باطلولو پریکړه کړې ده.

د ښاغلي روحاني پر وینا، د کابل د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د درغلیو او جرمونو په اړه ۲۷۰۰ شکایتونه ثبت شوي دي.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د کابل په ولسي جرګې انتخاباتو کې د درغلیو او جرمونو دوسیې د رسنیو نندارۍ ته کېښودې.
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د کابل په ولسي جرګې انتخاباتو کې د درغلیو او جرمونو دوسیې د رسنیو نندارۍ ته کېښودې.

د انتخابتي شکایتونو کمیسیون په کابل کې د ولسي جرګې د انتخاباتو په بیا ترسره کولو ټینګار کړی دی.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تر اوسه د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د پریکړې د منلو او نه منلو په اړه څه نه دي ویلي.

د دغه کمیسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي امریکا غږ - آشنا ته وویل، چې د کمیسیون چارواکي همدا اوس د شکایتونو کمیسیون د پریکړې په تړاو بحث کوي او په اړه به یې نن ناوخته خپل دریځ څرګند کړي.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون په داسې حال کې د کابل د ولسي جرګې د انتخاباتو د رایو د باطلولو پریکړه کړې، چې د انتخاباتو کمیسیون د شاوخوا شلو ولایتونو د انتخاباتو ابتدايي نتایج اعلان کړي دي.

د انتخاباتو کمیسیون ویلي، چې د کابل د انتخاباتو ابتدايي نتایج به هم په څو ورځو کې اعلان کړي.

د کابل ولایت په ولسي جرګه کې ۳۳ څوکۍ لري، چې ۹ یې ښځو ته ځانګړې شوي. د دغو څوکیو د ترلاسه کولو لپاره په کابل کې څه باندې ۸۰۰ کاندیدانو نوم‌ لیکنه کړې وه.

د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د روان کال د تلې میاشتې په ۲۸مه او ۲۹مه ترسره شول، چې په کې د درغلیو سربیره پر وخت د رایې ورکولو د مرکزونو د نه پرانیستلو او د بایومتریکه‌ دستګاو د نشتوالي په اړه زیات شکایتونه ثبت شوي وو.

XS
SM
MD
LG