د لاس رسي وړ اتصالات

د سرطان د ناروغۍ د درملنې لپاره ستر پرمختګ


په نړۍ کې هر کال په میلونونو خلک د سالمونیلا په ناروغۍ اخته کیږي چې د خوراکي موادو نه پیدا کیږي. خو ښایي یوه ورځ د همدغه مکروب بدله شوې بڼه چې د زیاتو ناروغیو د پیدا کیدو سبب کیږي،د سرطان د ناروغۍ د علاج لپاره تر ټولو ښه وسیله وګرځي

د سالمونیلا بکتریا یا مکروب د خوراکي موادو د ملوث کیدو یو ستر عامل دی. دا مکروب په خامو غوښو، هګیو او شیدو کې پیدا کیږي. پدې ناروغۍ اخته شخص ته د زړه بدوالی پیدا کیږي، نس ناسته یا اسهال هم پکې زیات وي ، ګیډه یې خوږیږي او سخته تبه ورسره وي. د سالمونیلا یو ډول حتی د محرقې یا لویې تبې سبب هم کیږي.
خو په جرمني او امریکا کې څیړونکو دغه مکروب د سرطان د ناروغۍ د علاج لپاره په یوې وسیلې بدل کړی.

روی کورټیسس د امریکا د اریزونا په پوهنتون کې د مکروب پیژندنې په څانګې کې پروفیسر دی. هغه او ملګرو یې لومړی هغه ډول سرطان د موږکانو په بدن کې ځای پر ځای کړ چې د انسانانو په بدن کې پیدا کیږي او بیا یې د سرطان د دغو غوټو د له منځه وړلو لپاره د سالمونیلا د بکتریا یا مکروب نه کار واخیست چې په لابراتوار کې پرې کار شوی و او بڼه یې بدله شوې وه.

ښاغلی کورټیسیس وایي، " مونږ ټول پدې باور یو چې سالمونیلا زمونږ دښمن دی خو په حقیقت کې هغه زمونږ ملګری کیدای هم شي. "


" مونږ ولیدل چې د سالمونیلا بکتریا د سرطان غوټې اوبه کړې او له منځه یې یوړې، زه تل د هغو مکروبونو پسې ګرځم چې خلک فکر کوي، هغوي زمونږ دښمنان دي، خو په حقیقت کې هغوي زما ملګري دي او زه غواړم چې هغوي ستاسو ملګري هم شي. "

د همدغو څیړنو له برکته، پروفیسر کورټیسیس او ملګرو یې داسې واکسین هم جوړ کړی چې د نري رنځ یا سل ناروغۍ د علاج لپاره تر ټولو غوره ګڼل کیږي او د (بي سي جي) په نامه د واکسین ځای به ونیسي چې اوس په نړۍ کې د دې ناروغۍ په درملنې کې ترې کار اخیستل کیږي.

تحقیق کوونکو همدارنګه د چرګانو لپاره یو واکسین جوړ کړی چې له برکته یې د هغو مکروبونو د خپریدو مخه نیول کیږي چې د چرګانو د خامو غوښو په خوړلو د یوه انسان نه بل انسان ته خپریږي.

کورټیسیس وایي هغوي او ملګري یې کوښښ کوي چې د سالمونیلا په بکتریا نور هم کار کوي او بالاخره به د انسانانو د سرطان درملنه هم وشي. ښاغلی کورټیسیس وایي ښایي د هغوي څیړنې به یو څه نور وخت هم ونیسي او تر هغې وروسته به د سالمونیلا مکروب په کلینیکونو کې په انسانانو هم تطبیق شي او د سرطان د ناروغۍ لپاره به په یوه ګټور درمل بدل شي.

XS
SM
MD
LG