د لاس رسي وړ اتصالات

جاپانی خبریال وايي فاسدو افغان عسکرو تښتولی و


آزاد شوی جاپانی خبریال وايي،دی پنځه میاشتی په افغانستان کې د فاسدو افغان عسکرو له خوا چې له ځان نه یې طالبان جوړ کړي وو، ساتل شوی و.

یوڅلویښت کلن آزاد خبریال (کوسوکې سونیوکا ) پرون د دوشنبی په ورځ جاپان ته رسیدلی دی او د خپل بند په باره کې تبصره یې د انټرنیټ د ټویټر له لاری خپره کړیده.

دی وايي، دده تښتونکي طالبان نه و.

ښاغلې سونیوکا ویلي، هغو کسانو چې دی یې نیولی و، د جاپان حکومت یې د خوږې گوتې نه نیولی وو او داسې یې څرگندوله چې گنې دوی طالبان دي.

مگر د جاپان د حکومت یو مامور وویل، ددغه خبریال د خوشې کیدو په بدل کې بونگه نده ورکړل شوې.

ښاغلې سونیوکا وویل، هغه د خپل بند په دوه لومړیو میاشتو کې فکر کاوه چې په قطعي توگه به ووژل شي مگر هغه زیاته کړه چې جسما ندی زورول شوی.

XS
SM
MD
LG