د لاس رسي وړ اتصالات

د کتلان رهبر له خلکو وغوښتل چې'دیموکراتیک مخالفت' وکړي


د کتلونیا بیلتون غوښتونکي رهبر د اسپانیا د دولت پر ضد خلک "دیموکراتیک مخالفت" ته رابللی دي.

کارلس پوژدمون نن په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل: "د هغه څه د ساتلو لپاره چې تردې دمه مو ترلاسه کړي د دفاع غوره لاره دیموکراتیک مخالفت دی."

پس لدې چې د جمعي په ورځ [اکټوبر ۲۷] د کتلونیا په خود مختارې سیمې کې د پارلمان وکیلانو د کتلونیا خپلواکي اعلان کړه، د اسپانیا حکومت د کتلونیا ولسمشر له خپل مقام منفک او د هغه کابینه او ملي شورا منحله کړله.

اوس د کتلونیا د سیمه ایز حکومت کنټرول د اسپانیا له مرکزي حکومت سره دی.

د کتلونیا د ولسمشرۍ له څوکۍ څخه تر ګوښه کېدو وروسته، ښاغلي پوژدمون پخپلو څرګندونو کې دا روښانه نه کړل چې آیا د خپل حکومت مشري ته چې نړیوالو یې په رسمیت نه پیژني ادامه ورکوي که نه.

د فرانسې خبري آژانس د ښاغلي پوژدمون د وینا متن ترلاسه کړی چې هغه "د کتلان د حکومت د مشر" په توګه لاسلیک پکې کړی دی.

په یوه مبهم پیغام کې، پژدمون د کتلان له ولس څخه وغوښتل چې د سیمه ایز پارلمان د هغې پریکړې ننګه وکړي چې کتلونیا یې خپلواک جمهوریت اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG