د لاس رسي وړ اتصالات

قاضي د کتلونیا د بیلتون غوښتونکي رهبر د نیولو حکم ورکړ


بیلتون غوښتونکی رهبر، کارلیس پيژدمانت د بلجیم مرکز بروکسل ته تللی دی
بیلتون غوښتونکی رهبر، کارلیس پيژدمانت د بلجیم مرکز بروکسل ته تللی دی

یوه اسپانوي قاضي د کتلونیا د بیلتون غوښتونکي رهبر، کارلیس پیژدمانت د نیولو حکم صادر کړی دی.

قاضیانو لدې حکم څخه مخکې په سیمې کې د بیلتون غوښتونکي حکومت ۸ غړي زنداني کړي دي.

قضا د څارنوالانو د غوښتنې په اساس د جمعې په ورځ [نوامبر ۳]په اروپا کې د ښاغلي پيژدمانت د نیولو فیصله وکړه.

اسپانیا کې یوې محکمې له بلجیمي څارنوالانو څخه غوښتنه کړې ده چې پيژدمانت او څلور نور همکاران یې ونیسي. محکمې همدارنګه په یو لیک کې له نړیوالو پولیسو (انټرپول) څخه هم درخواست کړی دی چې د یادو کسانو په نیولو کې همکاري وکړي.

بیلتون غوښتونکی رهبر تر هغه وروسته چې د اسپانیا د حکومت لخوا د کتلوانیا د مشر په توګه له دندې نه لرې کړای شو، د بلجیم مرکز بروکسل لاړ.

کارلیس پیژدمانت او څلور نور کسان د بلوا، فتنې او اختلاس په شمول د پنځو بیلابیلو جرمونو په خاطر تر تعقیب لاندې دي.

د بلجیم فدرال څارنولان وایې چې د نیولو حکم یې ترلاسه کړی او دوي کولی شي چې په راتلونکو ورځو کې له پيزدمانت نه پوښتې ګرویږنې پیل کړي.

XS
SM
MD
LG