د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله تیر ماښام د شانګهای د همکاریو د ټولنې د غړو هیوادونو په څلورمه غونډه کې د ګډون لپاره د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ چین ته تللی دی.
د افغانستان د اجرائیه ریاست د رسنیو دفتر وایي چې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله تیر ماښام د کابل څخه د چین د حینان ایالت د ژانګ ژو ښار ته رسیدلی دی.
د اجرائیه ریاست د رسنیو دفتر امریکا غږ ته وویل، ټاکل شوې چې ښاغلی عبدالله د شانګهاې د ټولنې د غړو هیوادونو په څلورمه غونډه کې وینا هم وکړي.
همدارنګه په پام کې ده چې افغانستان اجرائیه رئیس به په دغه غونډه کې د چین، روسیې، تاجکستان، قرغیزستان او قزاقستان د هیوادونو د پلاو د رئیسانو سره هم په جلا، جلا توګه د افغانستان او دغو هیوادونو په دوه اړخیزو مسلو خبرې وکړي.
په اوس وخت کې روسیه، چین، ازبکستان،قزاقستان،تاجکستان او قرغیزستان د شانګهای د ټولنې اصلي غړي دي.
افغانستان، هندوستان، پاکستان، منګولیا او ترکمنستان شانګهای ټولنې د ناظرو غړو په توګه د دغې ټولنې په غونډو کې برخه اخلي.
د شانګهاې د همکاریو ټولنه په ۲۰۰۱ کال کې د چین، روسیې، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان له خوا جوړه شوې ده.
د دغې ټولنې تیره غونډه د روسيې د اوفا په ښارکې جوړه شوې وه.