اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله نن د دوشنبې په ورځ د وزیرانو د شورا غونډې په سر کې افغانستان ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري د سفر او افغان حکومت څخه د امریکا د ملاتړ د یادولو پر وخت وویل، چې دې حیران شوی چې یو شمیر افغان سیاستوالو د ملي یووالي د حکومت هوکړه لیک سم نه دی لوستی.
اجرائیه رئیس افغان سیاستوال د ده او جمهوررئیس غني ترمنځ یو نیم کال وړاندې د ملي یووالي د حکومت لاسلیک شوي هوکړه لیک لوستلو ته راوبلل.
ښاغلي عبدالله وویل " زه متوجه شوم چې وروسته له دې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي جان کیري، چې د ملي یووالي د حکومت د ورې او د هوکړه لیک د بڼې په اړه خبرې وکړي، داسې مې وګڼله چې یو شمیر زموسیاستوال، زمونږ محترم سیاستوال، تازه یو واقعیت ته متوجه شوي دي، چې زما لپاره په رښتیا د تعجب وړ وو، زما تمه داوه هغوی چې د افغانستان په سیاسي راتلونکي کې غواړي ونډه ولري، چې لږ ترلږه دغه هوکړه لیک یې له نظره تیر کړی وې".
د افغاستان د ملي یووالي د حکومت د جوړیدلو پر وخت جمهوررئیس محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ یو تړون لاسلیک شو، چې له مخې یې په کار وو د حکومت د جوړیدلو له نیټې وروسته د دوو کلونو په موده کې د اساسي قانون لویه جرګه جوړه شوې وی، خو د ټاکنیز سیستم د اصلاح په کار کې ځند له امله نه یوازې دا چې د دغې دوه کلنې مودې پای ته رسیدلو پورې د لویې جرګې جوړیدل ممکن نه دي، بلکې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو لپاره ټاکنې هم نه شي ترسره کیدلی.
دا کار د دې سبب شوی چې د ملي یووالي د حکومت سیاسي مخالفان د دغه حکومت د دوه کلنې مودې پای ته رسیدلو وروسته د حکومت مشروعیت ترپوښتنې راولي، او یو شمیر سیاسي مخالفان له وخت مخکې د جمهوري ریاست د ټاکنو غوښتنه وکړي.
د ملي یووالي د حکومت د مشرانو ترمنځ د سیاسي هوکړه لیک په سر نوي بحثونه د شنبې په ورځ کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د سفر په وخت د ښاغلي کیري له خوا ددغه حکومت د کار د دوام په هکله د څرګندونو وروسته په رسنیو کې پیل شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې ددغه هوکړه لیک د لاسلیک په وخت دې حاضر وو او په دغه هوکړه لیک کې د حکومت د کار ددوام لپاره کومه نیټه نه ده ټاکل شوې.
ښاغلي کیري وویل " اجازه راکړئ چې دا ډیره روښانه کړم، ځکه چې ما د دغه هوکړه لیک په لاسلیکولو کې مرسته کړې، جمعوررئیس غني او اجرائیه رئیس عبدالله لاسلیک کړی دی، او ما یې د لاسلیک او د هوکړه لیک د اعلانولو ویاړ درلود. د دغه هوکړه لیک پای ته رسیدلو لپاره دوه کلونه چې اوس ورته شپږ میاشتې پاتې دي کومه نیټه نشته دی، دا هوکړه لیک د ملي یووالي د حکومت لپاره دی چې موده یې پنځه کاله ده".
تیره ورځ د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند یو مرستیال شاه حسین مرتضوي امریکا غږ اشنا تلویزیون ته وویل چې د دوه کالو پای ته رسیدلو باندې د حکومت کار پای ته نه رسیږي.
ښاغلي مرتضوي وویل "د سیاسي هوکړه لیک په پای ته رسېدو سره د ملي یووالي د حکومت عمر پای ته نه رسیږي، دا د ولسمشر غني او د حکومت صلاحیت دی، چې په کوم میکانیزم خپل کار ته دوام ورکړي".
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال هم امریکا غږ ته ویلي چې اوسنی حکومت به خپله پنځه کلنه کاري دوره بشپړه کړي.
ښاغلي جاوید فیصل وویل چې هڅه به وشي چې د ټاکنیز سیستم د اصلاح وروسته لومړی د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو لپاره ټاکنې او بیا د اساسي قانون لویه جرګه جوړه شي.
په ۲۰۱۴ کال د جمهوري ریاست د ټاکنو د لانجمن کیدلو او اوږدیدلو وروسته جمهوررئیس غني او اجرائیه رئيس عبدالله د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري په منځګړیتوب یو سیاسي هوکړه لیک لاسلیک کړ چې له مخې یې د ملي یووالي حکومت جوړ شو.
اوس د دغې هوکړه لیک له لاسلیک نږدې یو نیم کال تیر شوی دی.